سویلي آسیا

په پاکستان کې د عمران خان د نیول کېدو په وړاندې اعتراضونه

په پاکستان کې ددغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د دې کار په غبرګون کې د تاوتریخجنو اعتراضونو له پایلو سره مخ دی او د وضعیت د عادي کولو لپاره هڅې کوي، خو د کارپوهانو په اند دا کار به په نږدې راتلونکي کې ناشونی وي.

تر ټولو زیات تاوتریخوالی په لاهور ښار کې لیدل کېږي چې یو شمېر ودانۍ او موټر سوځول شوي او ډېری لارې تړل شوې او همداراز ترافیکي نظم هم ګډوډ شوی دی.

د عمران خان د ګوند پلوي غلام فاروق وویل: «هغه څه یې چې پرون له موږ سره وکړل، زموږ په وړاندې لوی ظلم وو دوی زموږ له سرې کرښې تېر شول، باید په فکر کې وي چې موږ کرار نه کېنو، موږ به دوی ته داسې درس ورکړو چې په ټول عُمر کې یې په یاد وي.»

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند تېره ورځ د اسلام آباد په ستره محکمه کې د خان له نیول کېدو څو ساعته وروسته له خپلو پلویانو وغوښتل چې واټونه او لویې لارې وتړي او په هر ځای کې چې دي سراسري اعتراض وکړي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند لوړپوړی غړی شاه محمود قریشي وایي: «کله چې دوی ولیدل چې د هېواد نوموتی مشر په زور سره د اسلام آباد د پولیسو له خوا کش کول کېږي، په ټول هېواد کې یې غبرګون وښوده. له کراچۍ تر خیبره خلک واټونو ته راووتل او اعتراض یې وکړ او دغو لاریونونو ته به دوام ورکړي، زه له هغوی غواړم چې اعتراضونه چې ستاسو قانوني حق دی په سوله‌ییز ډول ترسره کړئ. د خلکو کورونو ته یې مه غځوئ، عامه شتمنۍ مه ورانوئ، سوله‌ییز اعتراض زموږ حق دی.»

د پاکستان یو شمېر اوسېدونکي د عمران خان له نیول کېدو وروسته انټرنټي خدماتو او ځینو ټولنیزو رسنیو ته د نه لاسرسي خبره کوي.

عمران خان د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې محکمې ته د حاضرېدو پرمهال د ځانګړو پوځي ځواکونو له خوا ونیول شو.

نوموړی د پاکستان د القدیر پوهنتون د جوړولو په دوسیه کې په ۶۰ میلیارده کلدارو اختلاس تورن دی. دا پروژه په ۲۰۱۹ کال کې هغه مهال چې ښاغلی خان لومړی وزیر و د بریتانیا په مرسته عملي شوې وه.