افغانستان

اکسپرس تریبون کابل ته څېرمه د داعش خراسان څانګې مرستیال د وژلو خبر ورکړ

اکسپرس تریبون د داعش خراسان څانګې د مرستیال انجنیر عمر د دغه انځور په خپرولو ادعا کړې چې د داعش دا لوړپوړی غړی له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

طالبانو پورې یوې تړلې رسنۍ «المرصاد» هم راپور ورکړی چې دغه نښته د جمعې په ورځ د کابل په شکردره کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند وايي: «داعش په ټول افغانستان کې پټې او ښکاره شبکې لري او د یوه یا دوو تنو وژل هېڅ ګټه نه لري، لکه څنګه چې موږ او تاسو ولیدل په تېرو کابو شلو کلونو کې طالبانو تلفات ورکړل، خو د ملاتړو سرچینو د لرلو له امله او د یوې هوکړې له مخې واکمن شول.»

ویل شوي چې انجنیر عمر د کابل د پغمان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د داعش خراسان څانګې د ځانمرګو بریدونو په پلان او د ماینونو په جوړولو کې یې مهم رول درلود. هغه د داعش خراسان څانګې له مرستیالۍ مخکې د داعش ډلې د مرکزي برخې د مسوول په توګه هم کار کړی دی.

اخوا، د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون مخکینی رییس میر حیدر افضلي وايي: «داعش د افغانستان او سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی او طالبان په عملي ډول له داعش سره په مبارزه او د داعش له بریدونو د مخنیوي په برخه کې ناکام وو او زه په دې باور یم چې په راتلونکي کې به هم له داعش سره د مبارزې وس ونه‌لري.»

خو تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پاکستان کې ویلي چې افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري او په ټول افغانستان کې یې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

امیر خان متقي زیاته کړې: «اوس الحمدلله افغانستان کې داسې امنیت راغلی چې په تېرو ۴۵ کلونو کې یې داسې امنیت نه و لرلی، داسې امنیت ټینګ دی چې ساری یې په ډېرو هېوادونو کې نشته.»

خو د طالبانو د دغو هیله‌مندیو خلاف، د پنتاګون پټ اسناد چې تازه افشا شوي، ښيي افغانستان یو ځل بیا د داعش د بریدونو د پلان په مرکز بدلېږي.

د دغو اسنادو په یوه برخه کې راغلي چې افغانستان د داعش خراسان څانګې لپاره «د همغږۍ په مهم مرکز» بدل شوی او دغه ډله په امریکا، اروپا او اسیا کې د بریدونو د پلانولو په حال کې ده.

افغانستان په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د داعش خراسان ډلې له خوا د مرګونو بریدونو شاهد و، دغې ډلې ادعا کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل څخه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه یې افغانستان کې ۲۶۰ بریدونه کړي دي.