ورزش

درې لنډ سپورتي خبرونه

میسي ته د لوریوس نړیوالې ورزشي جایزې ورکول، د د الخلیج او النصر ترمنځ د لوبې مساوي پایله او د بایسکل ځغلونې لوبو ته کتنه د خبرونو په دې ټولګه کې ولولئ.

لوریوس نړیواله ورزشي جایزه د میسي لپاره

د ارجنټاین فوټبال ستوري لیونل میسي؛ د کال د غوره لوبغاړي په توګه په پاریس کې د لوریوس نړيواله ورزشي جایزه وګټله.

په همدې حال کې د ارجنټاین لوبډله چې په قطر کې يې د ۲۰۲۲ کال نړیوال جام اتلولي ګټلې وه، هم د نړۍ د غوره لوبډلې په توګه وټاکل شوه او د دې لوبډلې په استازیتوب میسي دغه جایزه ترلاسه کړه.

د لوریوس نړیوالې ورزشي جایزې د ورکړې مراسم د دوشنبې په ورځ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شول.

د دې جایزې نوماندان نړیوالې رسنۍ ټاکي او ګټونکي د لوریوس نړیوالې ورزشي اکاډمۍ د ۷۱ غړو له خوا په ګوته کېږي.

النصر په ۱-۱ پایلې سره ۱۴ مقام خپل کړ

د کریستیانو رونالدو په شتون د النصر لوبډله د سعودي عربستان د غوره لیګ په لړ کې په خپل کور کې د الخلیج پر وړاندې د ۱-۱ مساوي پايلې سره په ۱۴ مقام کې ودرېده.

له دې لوبې سره دغه لوبډله ونه‌توانېده چې د الاتحاد پر مخکښ ټیم خپل فشار وساتي.

د رونالډو پرتګالي هېوادوال فابیو مارټینز په څلورمه دقیقه کې د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته او ۱۳ دقیقې وروسته د الخلیج اسپانیایي دفاع‌کوونکي لوبغاړي الوارو ګونزالس د سر په ضربه ګول ترسره کړ.

په همدې حال کې په دویمه نیمه کې د رونالدو ګول د اف سایډ له امله رد شو او د هغه لوبډلې په دې لوبه کې دوه مهم امتيازونه له لاسه ورکړل.

النصر د الاتحاد په پرتله د ۵ نمرو په کموالي سره ۵۷ امتیازونه ترلاسه کړي او د سعودي عربستان د غوره لیګ د نوملړ په دويم ځای کې دی.

د بایسکل ځغلونې سیالۍ

اسټرالیايی بایسکل ځغلوونکي مایکل متیوز د دوشنبې په ورځ له وېسټو سیمې څخه د ایټالیا ملفي ته د ۲۱۶ کیلومترو واټن په کچ کولو سره د لوبې ګټونکی شو.

متیوز او د هغه ډنمارکي سیال میډس پډرسن تر وروستۍ دقیقې پورې څنګ په څنګ روان ول، خو متيوس له پډرسن مخکې د پای کرښې ته ورسېد او بریا یې خپله کړه.

د دې سیالیو څلورم پړاو د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي او ورزشکاران باید له وینوسا څخه لاګو لاسینو ته ۱۷۵ کیلومتره واټن ووهي.