افغانستان

دوه بهرني سیلانیان چې د هلمند د تاریخي سیمو د لیدلو لپاره راغلي

ګریګ او ویلیم د فرانسې او بلجیم اوسېدونکی چې د لرغونو سیمو د لیدلو لپار هلمند ولایت ته تللي دي.

دوی د بُست تاریخي څاه ته کښته شوي او په افغانستان کې د زرګونه کلونو مخکي معمارۍ ته حیران دي.  

فرانسوی ګریګ د افغانانو په تېره بیا د هلمند د اوسېدونکو د دودونو، جامو او مېلمنه پالنې ستاینه کوي.

فرانسوی سیلاني ګریک وايي: «زه افغانستان ته راغلم، ځکه افغانستان لوی تاریخ او لرغوني ځایونه لري او شنې سیمې  او دلته بیلابیل قومونه ژوند کوي تاریخي سیمي هم لري.»

دغو بهرنيو سیلانیانو ته بُست کلا ته څېرمه په یوه کلي کې د چای څښلو بلنه ورکړ شوې، دوی وایي که څه هم د چای څښلو عادت نه لري خو د سیمې اوسېدونکو مېلمه پالنې او غوره چلند اړ کړو چې څو پيالې وڅښو.

د بلجیم سیلاني ویلیم وايي: «هلمند یو ښایسته ولایت دی، موږ چې په لومړۍ ورځ راغلو خلکو زموږ سره ډېر ښه چلند وکړ، موږ یې ډوډۍ ته دعوت کړو، له عامو خلکو سره مو وکتل دوی ډېر ښه خلک دي دا زموږ لپاره یو تجربه وه او د هلمند شنې سیمې بیخي حیرانوونکې وې.»  

اخوا، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین دغه ولایت ته د سیلانیانو راتلو بلنه ورکوي او وايي چې په دې ولایت کې بشپړ امنیت خوندي دی.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي: «موږ د بهرنیو سیلانیانو تل هر کلی کړی، خوښ یو چې د امن فضا ده او سیلانیان کولای شي هلمند ته راشي تر څو دلته د خلکو له فرهنګ سره بلد شي او دلته له عامو خلکو سره له نږدې وګوري.»

د یادولو وړ ده چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لږ شمېر بهرني سیلانیان افغانستان ته د راتلو لپاره زړه ښه کوي.