افغانستان

توماس ویسټ: د دوحې په ناسته کې مو د ګټو پر پېژندنې او ګډ اقدام تمرکز درلود

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ ویلي، چې د دوحې د غونډې برخه وال په افغانستان کې د ټولو ننګونو د هواري په توګه د افغان شخصیتونو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو لپاره په يو اتفاق شول.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ په یو لړ ټوېټونو کې ټینګار وکړ چې د دوحې غونډه د طالبانو په رسمیت پېژندلو نه، بلکې د ګډو ګټو د پېژندلو او د افغانستان د مسئلې په اړه په ګډه د حل د څرنګوالي په اړه وه.

وېسټ وویل: «د ګډو ګټو په پېژندلو او په ډله ایزه توګه د هغوی د پرمختګ په اړه تمرکز وشو. تروریزم، پر ښځو او نجونو ظلم، ویجاړونکی بشري بحران او د مخدره توکو قاچاق د بحث شویو موضوعاتو څخه وو.»

هغه زیاته کړه: «هېوادونو د دې ګټو لپاره بېلابېل لومړیتوبونه ټاکلي، خو په هغو ټکو کې چې هوکړه شوې د افغانانو تر منځ سیاسي خبرې اترې د ټولو ننګونو د حل مرکزي برخه ده.»

 د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش او د څه باندې ۲۰ هېوادونو ځانګړيو استازو روانه اوونۍ د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې په دوحه کې د تړلو دروازو تر شا غونډه وکړه.

د چين، فرانسې، جرمني، هند، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو استازيو د دوحې په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون وکړ.

دا غونډه د ملګرو ملتونو له خوا د هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د هڅو په توګه د بشري حقونو، حکومتدارۍ، تروریزم سره د مبارزې او د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې ګډ دریځ ته د رسیدو لپاره جوړه شوې وه.

ګوترېش له غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «ټول ګډونوال په عمومي ډول د افغانستان د ثبات په اړه چې د ترهګرو سازمانونو له دوام سره تړاو لري، اندېښمن دي.»

ګوتریش وویل، د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره، موږ نشو کولی له طالبانو سره د تعامل مخه ونیسو. په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو اټکل ستونزمن دی.

هغه يادونه وکړه په افغانستان کې ٩٧ سلنه خلک په بې وزلۍ کې ژوند کوي او د مرستندويانو مالي مرستې د کمېدو په حال کې دي.

ګوترېش ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لپاره د ځایی میرمنو له کار منع کول د منلو وړ نه دي او دا ژوند په خطر کې اچوي.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ويې ويل ایا داسې کوم شرایط شته چې له مخې یې له طالبانو سره مستقیمو ليدو ته لېوالتيا وښودل شي؟

 ګوترېش وویل: «کله چې د دې کار کولو لپاره مناسب وخت وي، نو ښکاره ده چېې زه دا نه ردوم خو اوس د دې کار مناسب وخت دی.»