افغانستان

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د افغانستان رسنۍ په کوم وضعیت کې دي؟

نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې نږدې پنځه میاشتې مخکې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له نړیوال ایتلاف څخه وایستل شو.

خو د هالنډ او کاناډا په مشرۍ د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف اعلان کړی چې د افغانستان د رسنیو وضعیت نور د دغه هېواد له ژمنو سره سم نه دی.

د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف په اعلامیه کې راغلي: «دغه ایتلاف ته روښانه ده چې افغانستان کې د رسنیو وضعیت له بده‌مرغه د دغه هېواد له نړیوالې ژمنې سره سم نه دی او د افغانستان د رسنیو اوسنی وضعیت د دې ایتلاف له جدي اندېښنو څخه ده.»

معلوماتو ته د لاس‌رسي کمېسیون مخکینی رییس عین‌الدین بهادري وايي: «له بده‌مرغه ټولې هغه لاسته راوړنې چې افغانستان یې د اسیا په حوزه کې د بیان ازادۍ په برخه کې د یوه بېلګې په توګه مطرح کړی و، د له منځه تلو په حال کې دي.»

خبریالي د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ترټولو خطرناکه دنده

د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې حال کې رارسيږي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خبريالي او اطلاع رسونه په خطرناک کار بدله شوې او دغه مسلک له اور سره د لوبو په څېر دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی معین سیداقا فاضل سانچارکي په دې اړه وايي: «دا ورځ په داسې حال کې لمانځو چې زموږ رسنۍ او خبریالان د طالبانو تر تیارې او وېروونکې ادارې لاندې سختې او له کړاوونو ډکې شپې ورځې تېروي.»

د کورنیو او بهرنیو بنسټونو له خوا د خپرو شویو ټول‌پوښتنو او راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته رسنيو او خبريالانو په غیر ارادي ډول سانسور ته لاس اچولی او دلته د رسنیو خپلواکي ترې اخیستل شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخواني مرستیال عبدالمنان شیوای شرق وویل: «د افغان خبریالانو پروړاندې هېڅ ډول قانون یا ژمنه نشته، له همدې امله د بیان ازادي نشته او د طالبانو د نامشروع او ترهګریز رژیم تر کنټرول لاندې به د رسنیز کار لپاره هېڅ ډول تضمین نه وي.»

له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې افغانستان د نړۍ يو بې غږه او بې انځوره هېواد و.

په ۱۹۹۶ کال کله چې طالبانو په کابل واک تر لاسه کړ، ټولې رسنۍ یې بندې کړې او پر فعالیتونو یې بندیز ولګاوه.

خو په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت له ړنګېدو وروسته افغانستان کې رسنۍ یوه نوي او غوړیدلي پړاو ته داخلې شوې.

په افغانستان کې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره رسنیو په چټکۍ سره وده او پرمختګ وکړ.

شمېرې څه وايي؟

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ بنسټ يا نی او د رسنیو د ملاتړو نورو بنسټونو د شمېرو له مخې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۵۵۰ رسنيو فعاليتونه درلودل.

نږدې ۴۴۴ ټلوېزیونونه او راډیوګانې او په لسګونه چاپي او آنلاین رسنۍ فعالې وې.

دغه شمېرې ښيي چې په ياد شمېر رسنیو کې ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو نور کارکوونکي په کار بوخت وو.

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نن په افغانستان کې رسنۍ او د بیان ازادي په کوم وضعیت کې ده؟

د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو سره په افغانستان کې رسنۍ یو ځل بیا يوې تیاره فضا ته ننوتې. د ویرې، تاوتریخوالي او ظلم څخه ډکې فضا ته.

د بې‌پولې خبريالانو او د رسنيو د ملاتړو نورو بنسټونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۵۰ سلنه زياتې رسنۍ تړل شوي او تر ۸۰۰۰ زياتو افغان خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د طالبانو له خوا د ۲۰۰ خبریالانو نیول کېدل

په همدې حال کې؛ د یوناما او د افغانستان د خبریالانو د مرکز شمېرې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په یوه کال کې تر ۲۰۰ ډېر خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي او د بشري حقونو له سرغړونو سره مخامخ شوي دي.

د زيات شمېر خبريالانو نيول له تاوتريخوالي، شکنجې، وهلو، ټکولو او سپکاوي سره ملې وې.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي یا «یوناما» په یوه اعلامیه کې ویلي: «د ۲۰۲۱ کال له اګسټ د ۲۰۲۲ کال تر نومبر میاشتې پورې افغانستان کې تر ۲۰۰ د زیاتو افغان ژورنالیستانو له بشري حقونو د سرغړونې پېښې ثبت شوې دي. په دې بې‌مخینې شمېر کې خپلسرې نیونې، ناوړه چلند، ګواښ او وېروول شامل دي.»

په رسنیو باندې د طالبانو محدودیتونه يوازې دا نه دي، تر دې دمه په افغانستان کې د رسنیو او رسنیو په کارونو د محدودیتونو يوه بشپړه څپه راغلې.

په افغانستان کې د رسنیو په سکتور او د بیان د ازادۍ په برخه کې دغه ټول منفي بدلونونه د دې لامل شول چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له نړیوال ائتلاف څخه وایستل شي.

افغانستان د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د دغه ایتلاف غړیتوب ترلاسه کړی وو.

سلګونو افغان خبریالانو په دې وروستيو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه پرانیستي لیک کې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ وضعیت یوه انساني غمیزه بللې ده.

په دغه لیک کې ویل شوي، چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بیان ازادي سخته محدوده شوې، خو تر اوسه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو له خوا پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.

په همدې حال کې سلګونه هغه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې له افغانستانه وتلي او په ګاونډیو هېوادونو کې شپې ورځې تېروي وايي، له نامعلوم برخليک سره مخ دي او ډېری یې له بېکارۍ او بې وزلۍ رنځ وړي.

نیلاب احمدي چې اوس‌مهال په بې‌برخلیکۍ کې ده ژوند کوي وايي: «په ۱۵ میاشتو کې ونه‌توانېدو چې کوم ځای کې دنده پیدا کړو یا خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږی او ان دلته افغانانو ته په سختۍ سره کور ورکول کېږي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي يا یوناما خبر ورکوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې رسنۍ له خطر سره مخامخ دي.

خو د یوشمېر نړیوالو بنسټونو موندنې ښيي چې په افغانستان کې د بیان او رسنیو د ازادۍ شل کلن بنسټ له بشپړې ماتې سره مخ دی.