افغانستان

د زابل یو اوسېدونکی په بایسکل سره حج ته ځي

نواب خان عاشق ۴۵ کاله عمر لري او د زابل په کلات ښار کې ژوند کوي او نیت لري په بایسکل سره د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

هغه وايي، حضرت محمد (ص) یې په خوب لیدلی او له هغې مودې راهیسې د حج ادا کول ورته د ژوند په لویه هیله بدله شوې ده.

عاشق وايي چې د دغه سفر لپاره ډېر امکانات نه لري او له وېزې پرته یوازې په پاسپورت او بایسکل سره یې هوډ کړی چې دا سفر پیل کړي.

هغه وايي چې هیله لري د وېزې لپاره ملاتړ ترې وشي.

که څه هم نواب خان له ډېرو مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی خو ټینګار کوي: «د حج ادا کول مې د ژوند یوه لویه هیله ده او له همدې امله مې پرېکړه کړې په بایسکل سره زرګونه کیلومتره مزل وکړم.»

د نواب خان دوه ملګري وايي چې څو ځله یې هڅه کړې هغه له دې پرېکړې راوګرځوي، خو د عاشق د سفر اراده کلکه ده او له دې پرېکړې څخه ډډه نه کوي.

هغوی له طالبانو او شتمنو غوښتي د نواب خان عاشق د دې لویې هیلې د پوره کولو لپاره مرسته ورسره وکړي ترڅو هغه وکولای شي خپلې هیلې ته ورسېږي.