افغانستان

د افغانستان د مسلې په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ناسته ماښام مهال پيل شوه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د دوشنبې په شپه وويل، د دوحې په غونډه کې د ښځو او نجونو د حقونو او په افغانستان کې د يوه ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو په شان مهمو مسايلو په اړه بحث او خبرې کېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش تېره ورځ د قطر پلازمېنې دوحه کې د افغانستان پر مسلې د يو شمېر هېوادونو او سازمانونو له ځانګړو استازو سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې.

ښاغلي دوجاريک په يو خبري ناسته کې وويل: «دغه ناسته چې د سې شنبې په ورځ پای ته رسېږي موخه يې له طالبانو سره د اړيکو پر څرنګوالي په نړيواله ټولنه کې يو ګډ تفاهم ته رسېدل دي.»

نوموړي زياته کړه: په دې ناسته کې به پر مهمو مسايلو لکه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ټولګډونه حکومت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نشه يي توکو د قاچاق په اړه بحث وشي.

ښاغلي دوجاريک همدارنګه تاييد کړه چې په دې ناسته کې د ۲۱ هېوادونو او دوو سازمانونو استازي ګډون لري.

په ناسته کې د چين، هند، فرانسې، جرمني، اندونيزيا، ايران، جاپان، قزاقستان، قرغزستان، ناروې، پاکستان، قطر، روسيې، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيې، ترکمنستان، متحده عربي اماراتو، ازبکستان، اروپا اتحاديې او اسلامي همکاریو سازمان استازي ګډون لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش چې د دې ناستې کوربتوب کوي د سې شنبې ورځې په پای کې به رسنيو ته وينا وکړي.

په همدې حال کې، په ملګرو ملتونو کې د سويس سفيرې پاسکال برسويل د دوشنبې په ورځ وويل چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان وضعیت «يوه سخته مسله ده» او هيله لري چې د دوحې غونډه به طالبانو سره د تعامل لپاره يو لار پيدا کړي.

برسويل چې د دوشنبې په ورځ يې په ملګرو ملتونو کې د خپل ماموريت د پيل په مناسبت د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وينا کوله، وې‌ويل چې د افغانستان د وضعیت د حل لپاره هېڅ جادويي لار نشته.

هغې خبريالانو ته وويل: «زه واقعاً هيله‌منه يم چې د دوحې په ناسته کې د دغه وضعيت د کنټرولولو لپاره په يوې لارې بحث وشي.»

برسويل زياته کړه د طالبانو له لوري په مرستندويه موسسو کې له کار کولو د ښځو منع کول د منلو وړ نه ده او د ښځو له حضور پرته د پروژو پلي کول د امکان وړ نه دي نو له دې امله دا يوه سخته مسله ده.

هغې وويل: «موږ د دې لپاره يو جادويي حل لاره نه لرو او زه هيله لرم د دوحې ناسته چې په کې د سويس کوم استازی ګډون نه لري، د افغانستان د روان وضعیت د کنټرولولو لامل شي او طالبان هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د واحد غږ تر اغېز لاندې راشي.»