افغانستان

ملګرو ملتونو ته پرانیستی لیک: د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه له بحث څخه ډده وکړئ

د طالبانو پلاوی، ۲۰۲۰ کال، دوحه

بهر مېشتو افغان فعالانو، لیکوالانو، روڼ‌اندو، اکاډمیکو او د بشري حقونو مدافعینو د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د هر هغه سیاسي اقدام څخه خپله ژوره اندېښنه او مخالفت څرګند کړ چې موخه یې د افغانستان د مشروع دولت په توګه د طالبانو د رژیم په رسمیت پېژندل وي.

په دې لیک کې راغلي چې د طالبانو چلند له شاوخوا دوه کاله بېځایه سیمه‌ییزې او نړیوالې دیپلوماسۍ سره سره له بدلون پرته پاتې دی. همداراز د ملګرو ملتونو د چارواکو له خوا مطرح شوي بحث پاروونکي راپورونه په ځانګړي ډول د د طالبانو رژیم «د رسمیټ پېژندلو لپاره د لارو چارو» موندلو په تړاو په پرینسټون پوهنتون کې د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي د مرستیالې امینې محمد څرګندونې زموږ د اندېښنې او غوسې سرچینه ده.

د دې لیک لاسلیکوونکو د ملګرو ملتونو له سازمان او غړو هېوادونو غوښتي:

۱- دوحه کې دې له هغې ځانګړې غونډې ډډه وشي چې ټاکل شوې د طالبانو رژیم د رسمیت پېژندلو پر احتمالي لارو چارو خبرې پکې کېږي.

۲- د اغلې امینې محمد د متضادو څرګندونو په اړه چې د طالبانو د رژیم پروړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو د قربانیو ته سپکاوی کوي، عامه توضیحات وړاندې کول.

۳- افغانستان کې د سیاسي ښکیلتیا او بشردوستانه پروګرامونو هر اړخیزه بیا کتنه ترسره کړئ، د دې څیړنې په شمول چې څنګه نړیوالو بشري مرستو طالبان بریالي کړي ترڅو افغان ولس خپل تابع کړي.

۴- موږ پر کاناډا، جرمني، سویډن، ایرلنډ، فرانسې، مکسیکو، چیلي، لوګزامبورګ، اسپانیا او نورو هېوادونو غږ کوو چې بشري او د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې په تړاو چې طالبان په رسمیت وپېژني خپلې اندېښنې څرګندې کړي.

ټاکل شوې د راتلونکې میاشتې په پیل دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب او د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي.

په همدې حال کې پرون انتونیو ګوتریش ترک دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو د افغانستان د خپلواکې ارزونې ځانګړو عملیاتو د همغږي کوونکي په توګه وټاکه.