افغانستان

د داعش خراسان څانګې د يوه مشر په اړه د امريکايي چارواکو له ابهامه ډکې څرګندونې

د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي په ۴مه د مازدیګر ۵:۰۰ بجې وروسته له هغې چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړ، د کابل د هوايي ډګر یوې دروازې ته څېرمه یوه زوروره چاودنه وشوه.

په دغه برید کې د ۱۶۹ ملکیانو او د امریکا د پوځ د ۱۳ غړو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۲ کسان ووژل شول. داعش د دغه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

دغه برید په حقیقت کې د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د داعش د حضور څرګندونه وکړه.

اوس واشنګټن پوسټ د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې د دې ځانمرګي برید طراح په وروستیو اونیو کې د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

د سپيني ماڼۍ ویاند په يوه بيان کي ویلي، چي د داعش د خرسان څانګې دا مشر مهم و او د کابل د “ای بي” دروازې په ګډون په ګڼو نورو عملياتو کې یې لاس درلود.

د سپيني ماڼۍ ویاند جان کربی ویلي: «هغه د داعش له مهمو چارواکو څخه و، چې ددغې ډلې د ګڼو عملياتو په پلان او طرحه کولو په تېره د کابل هوايي ډګر د ”ای بي” دروازې په چاودنې کې یې لاس درلود.»

په ورته وخت کې د مخکني حکومت يو پوځي سميع سادات پر خپله ټويټر پاڼه ليکي چې د داعش دغه غړی عبدالله عمر باجوړی نومېږي او اوس هم ژوندی دی او داعش ډله د معلوماتو او اطلاعاتو په برخه کې رهبري کوي.

د ملي امنیت شورا د دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو پخوانی عمومي رییس احمد شجاع وايي: «طالبان غواړي امریکا او نړۍ ته دا وښيي په هغو ځایونو کې چې داعش شتون لري او دوی ننګوي دوی تر دې وړاندې هم هلته عمليات کړي، اوس يې هم کوي او په راتلونکي کې به دا وړتیا ولري.»

دا مهال امريکا د داعش پر ضد د طالبانو له مبارزې راضي ښکاري او د داعش د خراسان څانګې له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې هم د تېر کال په پرتله ددې ډلي په بريدونو کې کموالی ليدل کېږي.

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا طالبان د داعش پر وړاندي د درېدو او مقابلې وړتیا لري؟

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتوت څېړونکی حسین احساني په دې باور دی: «د تروریزم په مطالعاتو کې یو اصل دا دی چې تاسو له ترهګرۍ سره مبارزه نشي کولی. د طالبانو له خوا غوره شوې تګلاره یوه ترهګره تګلاره ده، چې غواړي له دې ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»

تر دې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر خبرداری ورکړی و، چې د داعش خراسان څانګه به په شپږو میاشتو کې پر امریکا او متحدینو د برید وس ولري، چې طالبانو دا رد کړې وه.

په دې اړه د طالبانو ویاند ذبيع الله مجاهد ویلي: «دا د تبلغاتو او پروپاګند يوه برخه ده، چې موږ دا ردوو، آن دا د هېوادونو له لوري د داعش لوی ښودل دي، چې غواړي له دې لارې خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي.»

خو د دې هیله مندۍ خلاف، د پنټاګون پټ اسناد چې تازه په ډاګه شوي ښيي چې افغانستان يو ځل بیا د داعش ډلي د پلان او بريدونو په مرکز بدل شوی دی.

ددغو اسنادو په يوه برخه کې راغلی، چې افغانستان همداراز د داعش د خراسان څانګې لپاره د «همغږۍ په مرکز» بدل شوی او په آسيا، اروپا او امريکا کې د بریدونو د پلانولو په حال کې دي.