ورزش

په بغلان کې ۵۰۰ غېز نیوونکو د دوو ورځو لپاره سره سیالي وکړه

په هرات کې د غېز نیونې لوبو د سیالۍ تصویر

د غېز نیونې دوه ورځنۍ سیالۍ د کوچني اختر له امله په بغلان ولایت کې ترسره شوې.

ددغو سیالیو د جوړولو مسوولین وايي چې دا سیالۍ د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې د څو ولایتتونو د غېز نیوونکو ترمنځ د دودیزو لوبو د ترسره کولو په موخه ترسره شوې.

د بغلان د ورزش فډراسیون چې د طالبانو تر ادارې لاندې فعالیت لري مرستیال محمد نبي محمدي وايي: «د څو ولایتونو د غېز نیوونکو ترمنځ د اختر لمانځلو په موخه دا سیالۍ د دهنه غوري ولسوالۍ په کوربتوب ترسره شوې دي.»

ددغو سیالیو ترسره کوونکي، دا ډول سیالۍ د غېزنیونې د وړتیا په لوړولو کې ګټورې بولي او مسوولینو غواړي د دهنه غوري ولسوالۍ د غېزنیوونکو لپاره لوبغالی جوړ کړي ترڅو ددې څانګې لوبغاړي پکې تمرین وکړي او دا دودیزه لوبه ژوندۍ وساتي.

د دغو سیالیو یو ترسره کوونکی کریم آخوند زاده وایي چې په دې ولسوالۍ کې لوبغاړي هېڅ ډول امکانات نه لري او باید ورته پام وشي.

په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مصطفی هاشمي هم ددغو سیالیو په اړه وايي: «په دغو سیالیو کې له بلخ، کندز او بغلان ولایتونو کابو ۵۰۰ لوبغاړو ګډون کړی او د ترسره کولو موخه یې د افغانانو ترمنځ د صمیمیت رامنځته کول دي.»

ددغو لوبو غوره غېز نیوونکی پهلوان عمر وايي: «هغه ځوانان چې ورزش په تېره بیا غېزنیونې ته مخه کوي، له دخانیاتو ډډه کوي او د ټولنې د نورو وګړو په پرته له ښې روغتیا برخمن وي.»

غېز نیونه د افغانستان دودیزه او لرغونې لوبه ده او د هېواد په ډېری ولایتونو کې د خلکو له خوا د اخترونو، نوي کال او د خوښیو په نورو ورځو کې ترسره کېږي او د هېواد په ډېری سیمو کې هم ځانګړي پلویان لري.