افغانستان

د افغانستان لپاره د پاکستان د سفارت سرپرست کابل ته ستون شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی دیپلومات آمو ته وايي چې د افغانستان لپاره د پاکستان سفارت سرپرست عبیدالرحمان نظاماني کابو یوه اونۍ کېږي چې کابل ته ستون شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه سرچینه آمو ته زیاتوي چې طالبانو له پاکستانه غوښتي، اجازه ورکړي پاکستان په کابل کې د خپل سفارت د امنیت د ساتلو بشپړ مسوولیت پرغاړه واخلي.

د سرچینې په وینا، پاکستان له طالبانو غوښتي و چې اجازه ورکړي کابو دېرش تنه پاکستاني امنیتي پوځیان کابل ته راشي خو طالبانو د پاکستان دا غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان سفارت له جمهوري نظام راهیسې دېرش تنه پاکستاني ساتونکي لري؛ خو اوس پاکستان له طالبانو غوښتي چې اجازه ورکړي دا شمېر څه د پاسه ۶۰ تنو ته زیات کړي.

سرچینه همداراز زیاتوي چې پاکستان او طالبانو هوکړه کړې وه چې عبدالرحمان نظاماني د اپرېل په څلورمه کابل ته ستون شي؛ خو ښاغلی نظاماني په لږ ځنډ سره کابل ته ستون شوی دی.

ظاهراً د طالبانو له خوا د پاکستان د غوښتنې ردول د ښاغلي نظاماني د ستنېدو او په سرینا هوټل کې د پاتې کېدو لامل شوی دی.

ددغې سرچینې په وینا روښانه نه ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست به څه وخت له سرینا هوټل څخه په سفارت کې د خپل کار دفتر ته ستون شي.

عبیدالرحمان نظاماني د تېر کال هجري لمریز کال د لیندۍ په یوولسمه په کابل کې د سفارت په انګړ کې د دوو وسله والو په ډزو کې په سطحي ډول ټپي شو. ددې برید مسوولیت داعش ډلې منلی و.

له دې بریده څلور ورځې وروسته، ښاغلی نظاماني له کابله اسلام آباد ته تللی و.