نړۍ

هند د نړۍ د ډله‌ییزې نڅا تر ټولو لوی ریکارډ ثبت کړ

هندي هنرمندانو د تر ټولو لویې ډله‌ییزې نڅا لپاره د نړیوال ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ.

د هند په آسام ایالت کې څه د پاسه دیارلس زره نڅا کوونکو، سندرغاړو او د ډُهل وهونکو تېره ورځ د «رنګلي بیهو» په فستیوال کې د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي په ګډون ددغه هېواد یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ګډون مراسمو کې ډله‌ييزه نڅا وکړه، ډُهلونه یې ووهل او سندرې یې وویلې.

رویټرز رپوټ ورکړی چې په دغه فستیوال کې ۱۱ زره او ۳۰۴ نڅا کوونکو په رنګ او رنګ دودیزو جامو، دوه زره او ۵۴۸ موسیقي غږوونکو او ډُهل وهونکو، د آسام ایالت دودیزه نڅا «بیهو» د دې ایالت د مرکز «ګواهاتي» په «ساروساجای» ورزشی لوبغالي کې اجرا کړه.  

د آسام ایالت اعلی وزیر هیمانتا بیسوا چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی و، ددې لپاره چې د «بیهو نڅا او ډهُل وهلو تر ټولو لویه ډله» یې جوړه کړې او ریکارډ یې ثبت کړې تصدیق پاڼه ترلاسه کړه.

له بلې خوا، رسنیو رپوټ ورکړی چې ددې اجرا هر ګډون وال ۲۵ زره هندۍ کلدارې چې ۳۰۵ ډالر کېږي د برخې اخیستو لپاره ترلاسه کړې.

«رنګلي بیهو» د هند د آسام ایالت دودیز مراسم دي چې د کرنیزو محصولاتو د ترلاسه کولو د پای ته رسېدو په توګه ترسره کېږي.

ددې فستیوال لومړۍ ورځ «ګورو بهیو» نومېږي او غوایانو ته بېله شوې ده.

په دې ورځ خلک خپل غوایان سینګاروي، سندرې وايي، نڅاوې کوي او د کورنیو لپاره مېلمستیاوې برابروي.