افغانستان

زرنج ښار کې د طالبانو او ناپېژانده وسله‌والو ترمنځ نښته

طالبانو ادعا کړې چې په نیمروز کې د داعش پر یوه پټنځاي په برید کې دوه تنه ووژل شول. د نیمروز په ولایتي روغتون کې سرچینو ویلي، چې د دوو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون اته تنه نن روغتون ته راوړل شوي چې د څلورو تنو روغتیايي حالت نازک دی.

په نیمروز کې طالبان ادعا کوي چې د زرنج ښار په سیدآباد سیمه کې د داعش پر پټنځای یې برید کړی او په دغه نښته کې دوه تنه ووژل شول.

په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند او د مطبوعاتو آمر سمونیار ګل محمد قدرت ادعا کوي، چې نښته نن یکشنبې د وري میاشتې پر ۲۰ نېټه د زرنج ښار اړوند سیداباد سیمه کې وشوه او یو ساعت یې دوام وکړ.

په همدې حال کې د سیمې یوه اوسېدونکي اکرام‌الله آمو ته وویل، د ۵ بجو شاوخوا د سهار لمانځه وخت و، چې لومړی د سپکو وسلو د ډزو غږ واورېدل شو وروسته بیا دواړو لوریو له درنو وسلو کار اخیست. نښتې تر یوه ساعت زیات دوام وکړ.

هغه زیاته کړه چې طالبانو د خلکو د کورونو له بامونو څخه ډزې کولې او خلک هرې خوا تیت‌پرک شوي وو. هغه تصویرونه چې آمو ته رسېدلي ښيي چې طالبانو پر یوه کور برید کړی دی.

په همدې حال کې د زرنج له ولایتي روغتونه یوې سرچینې آمو ته وویل، له دې پېښې ۸ تنه ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي چې د څلورو وضعیت یې نازک بلل شوی دی.

هغه په دوام کې وویل چې په دې پېښه ۶ کلن او ۴ کلن دوه ماشومان، یوه ښځه او ۵ تنه نارینه ټپیان شوي وو او یو طالب په سطحي ډول ټپي و چې روغتون راوړل شول؛ خو ښځه او ماشومان یې په کوما کې دي او د درملنې شونتیا یې هم نشته.

سرچینه زیاتوي چې طالبانو د روغتون ټولو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی ترڅو د پېښې د تلفاتو په اړه چا ته معلومات ورنه‌کړي او همداراز د ټپیانو انځور هم وانه‌خیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو درې ورځې مخکې هم په ورته عملیاتو کې ادعا وکړه، چې زرنج ښار کې یې د داعش مرکز له منځه وړی دی.