افغانستان

ازبکستان د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې ناستې کوربه

ازبکستان به په راتلونکې اونۍ کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د څلورمې ناستې کوربه وي.

په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د سیاسي حل لارې د موندلو او انساني ناورین ته د رسېدنې او د هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي.

«تاس» خبري آژانس رپوټ ورکړی چې د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګئ لاوروف به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته د اپرېل په دیارلسمه د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شي او د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي به پکې ګډون وکړي.

تاس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي: «ټاکل شوې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو (د روسیې، چین، ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان) څلورمه ناسته د اپرېل په دیارلسمه د ازبکستان په سمرقند کې ترسره شي. د روسي پلاوي مشري به د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر سرګئي لاوروف پرغاړه وي.»

دغه وزارت زیاته کړه چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د سیاسي حل لارې، ثبات او انساني او ټولنیز ـ اقتصادي وضعیت په اړه بحث او خبرې اترې وشي.

دغه وزارت ویلي: «د افغانستان پېچلي امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ فعالیتونو زیاتوالي او د نشه یي توکو تولید ته په پام سره، د سیمې هېوادونو له خوا له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د هڅو همغږي له ځانګړي اهمیته برخمنه ده.»

دغه وزارت همداراز زیاته کړې: «سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د کابل په ګډون د ترانسپورتي او انرژۍ پروژو ځانګړتیاوو ته په پام سره به هوکړو ته پام وشي.»

د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو درېیمه ناسته د تېر کال په مارچ میاشت کې په چین کې ترسره شوه چې په هغې کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون کړی و.