افغانستان

«پرامیس» روزنتونونه د بې سرپرسته ماشومانو سرپناه

«پرامیس» روزنتونونه د هېواد په څلورو ولایتونو کې د بې سرپرسته ماشومانو پناه ځایونه دي. د دغو روزنتونونو مسوولین وايي چې په دغو روزنتونونو کې ۲۵۰ بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي.

ملالۍ کونډه او د درېیو ماشومانو مور ده، هغه ددې بنسټ د کابل په روزنتون کې کار کوي، پر دې کار خوښي څرګندوي او وايي چې دغه روزنتون د نوموړې او د هغې د بچیانو لپاره د هیله کړکۍ ده چې ځان یې امن احساس کړی او د خپل ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره کار کوي.

ددغه بنسټ مشره محبوبه راوي وایي چې ددې بنسټ د جوړولو موخه له بې سرپرسته وګړو ملاتړ دی.

هغې زیاته کړه: «ترڅو چې ژوندۍ یم او ساه کاږم د ښوونې او روزنې او د افغان ماشومانو او ښځو د خوندیتوب لپاره به په نه ستړې کېدونکې توګه هڅې وکړم.»

د دغو روزنتونونو عمومي مسووله نازو نیسان آمو ته وايي چې ددغه بنسټ ټولې کارکوونکې ښځې دي چې د کورنیو د اړتیاوو یوازینۍ برابرونکې دي.

نوموړې زیاته کړه: «زموږ کارکوونکې ټولې ښځې دي، خوشحاله یم چې په دې شرایطو کې له مېرمنو سره کار کوم، موږ د یتیمانو، کونډو او بې وزله وګړو لپاره خدمات وړاندې کوو، آن د لوست ټولګي او د خوراکي توکو د وېش لپاره د ځای په شان امکانات هم د هغو کسانو په واک کې ورکوو چې خدمت کوي.»

د مېرمن نیسان په وینا، دغه بنسټ په پام کې لري چې د ښځو د ځان بسیاینې لپاره د خیاطۍ او غالۍ اوبدلو په شان پروګرامونه ترسره کړي.

ددغه بنسټ اداري کارکوونکې تهمینه میرزایي ددې په بیانولو سره چې په داسې شرایطو کې چې د ښځو د کار په وړاندې محدودیتونه لګول شوي موږ لاهم په دې بنسټ کې کار کوو وویل: «له دې امله خوښ یو چې پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو سره سره، په دې موسسه کې راته د کار زمینه برابره شوې او موږ کار کولای شو چې له یوې خوا یتیمانو او کونډو ته خدمت دی او له بله پلوه د ځان لپاره موږ د عاید یوه سرچینه ده.»

پرامیس یو نادولتي بنسټ دی او له ۲۵ کلونو راهیسې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې یې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتونونه جوړ کړي دي. په دغو روزنتونونوکې چې د یوې ښځې له خوا په پنجشېر، کابل، تخار او بدخشان ولایتونو کې جوړ شوي ۲۵۰ ماشومان ساتل کېږي.

ددغه بنسټ مسوولین د روزنتونونو جوړول د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ځای برابرول او له کونډو مېرمنو سره همکاري بولي.

دغه بنسټ په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د محبوبې راوي له خوا، د استرالیا د خیریه بنسټونو او وګړو په همکارۍ جوړ شوی دی.

د دغه بنسټ د مسوولینو په وینا د ماشومانو لپاره د استوګنې او زده کړو زمینې پر برابرولو سربېره یې د ۲۵ ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو رسنیو ته ویلي و چې له ۴۰ دولتي روزنتونونو څخه ددې ډلې تر ادارې لاندې یوازې نهه دولتي روزنتونونه فعال دي.

د افغانستان د روزنتونونو مسوولین وایي، په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو مخکې، په هېواد کې ۶۸ خصوصي او دولتي روزنتونونو فعالیت درلود چې ۲۸ دولتي او ۴۰ خصوصي وو.

د مسوولینو په وینا په دغو روزنتونونو کې لس زره ماشومان ساتل کېدل چې اوس دا شمېر اوه زره او ۵۰۰ تنو ته راکم شوی دی.