ورزش

له طالبانو د المپیک نړیوالې کمیټې بیاځلي غوښتنه: افغان نجونو او ښځو ته د ورزش اجازه ورکړئ

Afghan female football players from Isteghlal (in purple) and Afghan (red) compete during the women’s football tournament final match in Kabul on December 6, 2013. Afghan defeated Isteghlal to win the tournament. The month-long women’s football tournament, which saw some 16 teams participate, was held to select top players for the Afghan national women’s football team. AFP PHOTO/Aref KARIMI (Photo credit should read Aref Karimi/AFP/Getty Images)

د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې افغانستان کې له زده‌کړو او ورزش څخه د نجونو او ښځو د محدودیت لیري کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

دغې کمیټې د چهارشنبې پر ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه راپور چې د افغانستان د المپیک له ملي کمیټې او د ورزش او بدني روزنې له ریاست څخه غوښتی و، ترلاسه کړی یې دی.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د المپیک ملي کمیټې راپور ښيي چې د افغانستان ورزشي چارواکي له شته چارواکو سره تعامل لرلی، ترڅو ورزش ته د نجونو او ښځو د لاس‌رسي د تضمین موضوع ته رسېدنه وکړي او هغوی پرېکړې ته په تمه دي.

د المپیک نړیوالې کمیټې ټینګار کړی، هغه پرېکړه چې دې کمیټې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې پر ۶ د ښځو د ورزش او زده‌کړو د وضعیت تر روښانه کېدو د افغانستان د المپیک له ملي کمیټې څخه د هر ډول ملاتړ له نه ترسره کولو په هکله کړې، لا هم په خپل ځای پاتې کېږي.

په همدې حال کې؛ د المپیک کمیټې اجرایي پلاوي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پروړاندې لګول شوي بندیزونه ژرترژره لیرې او ورزش ته د هغوی لاس‌رسی تضمین کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په شته وضعیت سربېره د المپیک نړیواله کمیټه د هغو لوبغاړو ملاتړ ته چې غواړي د پاریس ۲۰۲۴ المپیک لوبو کې ګډون وکړي، دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې اوس‌مهال لس ورزش‌کاران د المپیک د یووالي له بورسیې ګټه اخلي او ډېری یې د المپیک د ملي کمیټې په مرستې له هېواده بهر تمرین کوي.