افغانستان

د امریکا دفاع وزیر وایي، له افغانستانه د وتلو له څرنګوالي پښېمانه نه دی

د امریکا دفاع وزیر لوید استین او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز مارک میلي چهارشنبې د وري میاشتې په نهمه نېټه د امریکا کانګرس ته وربلل شوي وو ترڅو د راتلونکي کال د دفاع بودیجې په اړه مالومات ورکړي.

د امریکا وزیر لوید استین د امریکا کانګرس د وسله والو خدماتو کمیټې په استماعیه ناسته کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو پښېمانه نه دی.

په دغه ناسته کې د امریکا جهموري غوښتونکي استازي جیم بانکس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له شرمه ډک او مرګوني بللو او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د داعش په برید کې د دیارلسو امریکایي پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره، له لوید استین څخه پوښتنه وکړه چې آیا د هغه څه په اړه خواشیني څرګندوي چې پېښ شوي که نه؟

ښاغلي استین په ځواب کې وویل: «زه د ولسمشر بایډن له پرېکړې ملاتړ کوم.»

خو ښاغلي بانکس خپله پوښتنه یو ځل بیا تکرار کړه.

د امریکا دفاع وزیر په ځواب کې وویل: «زه هېڅ پښېماني نه لرم.»

د کانګرس جمهوري غوښتونکي استازي جیم بانکس په دې ناسته کې له استین څخه وپوښتل چې آیا تراوسه په دفاع وزارت کې چا له افغانستانه د مرګوني او له ګډوډۍ ډک وتلو په اړه مسوولیت اخیستی دی؟

لوید استین ددې پوښتنې په ځواب کې هم وویل «زموږ ځواکونو ۱۴۰ زره تنه له افغانستانه ایستلي دي.»

جېم بانکس وروسته د امریکا استازو جرګې له رییس څخه وغوښتل چې بایډن حکومت د هغه څه له امله چې په افغانستان کې شوي ځواب ویونکی کړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې میاشتې په لومړۍ ورځ پیل شول.

وروستی امریکایي پوځي د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه ووت او په دې توګه له شلو کلونو وروسته په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور پای ته ورسېد.

له هغې لږ وروسته له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړېدل اعلان شول، په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله وېبپاڼه اعلان وکړ چې ددې سفارت ټولې چارې ځنډول شوې دي.

ددغه سفارت په وېبپاڼه کې راغلي و چې په افغانستان کې له امریکايي وګړو او د دوی له کورنیو سره مرسته به له دې وروسته د قطر په دوحه کې د امریکا سفارت له خوا کېږي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو خبر د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» د قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي له خوا خپور شو او وې ویل چې په افغانستان کې د امریکا د هغه وخت سفیر راس ویلسن هم په هغه سي ۱۷ ډوله الوتکه کې و چې وروستي کسان یې ولیږدول.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو دوې اونۍ مخکې طالبانو کابل ونیوه.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر تل د امریکا کانګرس د جمهوري غوښتونکو غړو له نیوکو سره مخ شوی دی.

په تازه مورد کې د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې رییس مایک مک کال د دوشنبې په ماښام وویل چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن د ورغوښتلو لیک لاسلیک کړی دی. دغه وربلل د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د اسنادو د نه وړاندې کولو له امله دي.