افغانستان

د بدخشان د سرو زرو کان د ځایي طالبانو په لاس کې

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مخکیني ځايي چارواکي له آمو سره په خبرو کې وایي چې طالبان د راغستان د سرو زرو کان کنټرول په واک کې لري او هره اونۍ کابو دوه نیم منه سره زر له دې کان څخه ترلاسه کوي.

په دې ولایت کې د مخکینیو چارواکو په وینا، ددغه کان کنټرول له ۱۳۹۰ هجري لمریز کال راهیسې په بدخشان کې د طالبانو د ځایي قوماندان مولوي نجیب الله په واک کې دی.

د راغستان د سرو زرو کان په «ویکادر» سیمه کې دی چې په اوسني وخت کې ددغه کان سره زر د کان له لمنې څخه په ناقانونه توګه ایستل کېږي.

په ملي شورا کې د بدخشان پخوانی استازی امان الله پيمان وايي چې په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ هجري لمریز کلونو کې په ځلونو پر ځایي چارواکو فشار راوړل شوی چې د راغ کان د ایستلو مخنیوی وکړي؛ خو د هغه وخت ځایي مسوولین ونه توانېدل چې دا کان د طالبانو له واکمنۍ خلاص کړي.

هغه وايي چې د سیمې اوسېدونکي د راغستان کان سره زر باسي او د ورځې له پنځه مثقال څخه یو مثقال د طالبانو ځایي قوماندان ملانجیب ته ورکوي.

د ښاغلي پیمان په وینا، هغه «جزیه» چې د سیمې اوسېدونکي یې د راغ کان له سرو زرو ملا نجیب ته ورکوي د اونۍ دوه نیم منه سره زر کېږي.

د فیض آباد ښار د سرو زرو یو پلورونکی وایي چې د بدخشان د یو مثقال سرو زرو بیه ددې ولایت په اوسني بازار کې له اتلس تر ۲۳ زره افغانۍ ده.

له بلې خوا، د بدخشان ولایت یو قومي مشر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وایي چې له دوولسو کلونو راهیسې د راغستان د سرو زرو کان عواید د طالبانو د ځایي قوماندان مولوي نجیب جېب ته ورځي.

ددغه قومي مشر په وینا، مولوي نجیب په تېر حکومت کې له القاعدې، د تاجکستان له انصار الله، د چین له ایغور او داعش ډلو سره اړیکې لرلې او د راغستان له کان څخه ترلاسه شوي عواید به یې له دغو ډلو سره وېشل.

هغه زیاته کړه چې په مخکیني حکومت کې هغه شمېرې چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا زموږ لاس ته راغلې وې، مولوي نجیب د سیمې له اوسېدونکو د ورځې دوه نیم تر درې کیلو سره زر ترلاسه کول.

دغه قومي مشر وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو او د مولوي نجیب له خوا د دې کان په بشپړ کنټرول سره اوسمهال ۴۰۰ سکواټور ماشینونه، ۸۰۰ باروړونکی موټر، ۸۰۰ د اوبو ایستلو ماشینونه او دوولس زره کارګران د راغستان په کان کې په کیندنو بوخت دي.

دغه قومي مشر وایي چې کابو شپږ میاشتې مخکې د طالبانو د رییس الوزرا د لومړي مرستیال ملابرادر وراره په پټه د راغستان له کان څخه لیدنه وکړه او له هغې وروسته مولوي نجیب د طالبانو له خوا کابل ته وروغوښتل شو او څه موده په کابل کې نظربند و. د بدخشان ددغه قومي مشر په وینا د ملابرادر د وراره له سفره وروسته نوموړی په لغمان کې د طالبانو ادارې د امنیه قوماندان په توګه ګمارلی دی.

په بدخشان کې د مخکیني حکومت د یوه مسوول په وینا، که څه هم مولوي نجیب له دې ولایته لغمان ته لېږل شوی خو تراوسه هم د هغه ترلاسه لاندې کسان د راغستان کان په واک کې لري.

هغه زیاته کړه چې مولوي نجیب، د سرو زرو کان له عوایدو په آتار جي سیمه کې د دوولس میلیونه افغانیو په لګښت یوه مدرسه جوړه کړې چې په هغې کې ۳۰۰ تنه په دیني زده کړو بوخت دي. د نوموړي په وینا د دې مدرسې ټول لګښت ددې کان له عواید ورکول کېږي.

له بله پلوه، د بدخشان مخکینی امنیه قوماندان جنرال سخي غفوري آمو ته وویل چې مولوي نجیب، په دې ولایت کې د طالبانو یو توندلاری کس و، خو له هغې وروسته چې د راغستان د سرو زرو کان یې تر واک لاندې شو، په سیمه کې په مشهور کس بدل شو.

جنرال غفوري زیاته کړه، مولوي نجیب راغي، له القاعدې، د تاجکستان له انصارالله او د چین له ایغورانو سره نږدې اړیکې لري.

په بدخشان کې طالب مسوولین د راغستان کان د ناقانونه ایستلو په اړه ځواب ویلو ته نه دي حاضر شوي.

د بدخشان راغستان ولسوالي ۱۳۳ کلي لري چې له کوهستان، یاوان، شغنان، درواز بالا او تاجکستان سره ګډه پوله لري. دا ولسوالي د بدخشان د مرکز فیض آباد په ۱۱۲ کیلومترۍ کې پرته ده چې د اوسېدونکو شمېر یې ۴۵ زره تنه اټکل شوی دی.

له طالبانو د بدخشان د راغستان کان د واک ترلاسه کول د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني یوه لویه ژمنه وه خو په عملي کولو یې بریالی نه شو.

مخکیني ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې بدخشان ته په رسمي سفر کې د دې ولایت د قومي مشرانو، د خلکو د استازو او ځایي مسوولینو په ټول کې د وینا پرمهال وویل: «له طالبانو د سرو زرو کان ترلاسه کوو» هغه په دې سفر کې د بدخشان مخکینیو ځایي چارواکو ته حکم وکړ چې د راغستان د سرو زرو کان واک له طالبانو څخه ترلاسه کړي.

بدخشان ته د اشرف غني له سفره وروسته، د دې ولایت مخکیني مرستیال والي اختر محمد خیرزاده رسنیو ته ویلي و چې طالبان د راغستان د سرو پر کان په بشپړه توګه واکمن دي.

په ملي شورا کې د بدخشان استازو هغه مهال رسنیو ته ویلي و چې د محمد اشرف غني له حکم وروسته، له دغه کان څخه د طالبانو ورځني عواید له شل زره ډالرو شپېیته زره ډالرو ته زیات شول.