فرهنګ او هنر

د غزني ولایت له موزیم څخه د لیدونکو زیاتوالي

د غزني ولایت د لرغونکور مسوولین وايي چې په دې وروستیو کې له دغه موزیم څخه د لیدونکو شمېر زیات شوی او د ورځې کابو ۵۰ تنه دغه لرغون کور ته د تاریخي آثارو د لیدنې لپاره ورځي.

د غزني موزیم په ۱۳۹۸ کال کې جوړ شو او په هغې کې ۱۵۰ تاریخي آثار نندارې ته اېښودل شوي دي. دا آثار تر ډېره د غزنویانو د دورې دي او کابو سل کاله لرغونتوب لري.

په دغه موزیم کې موجود آثار د فلزاتو، د خټو، لرګیو او سرامیک څخه دي.

د غزني ولایت د موزیم مدیر محمد شفیق یاوري د دې په بیانولو سره چې ددغه لرغون کور ډېری لیدونکي د ښوونځیو زده کوونکي دي وایي: «تاریخي آثار لوړ مادي او معنوي ارزښت لري او د تېرو خلکو د تاریخ او هېواد د لرغونتوب ښودنه کوي، په واقعیت کې تاریخي آثار یو ژوندی تاریخ دی.»

له دغه موزیم څخه لیدونکي وایي، ددغو تاریخي آثارو په لیدلو د خوښۍ احساس کوي او غواړي چې له خبل تاریخ څخه خبر شي.

یو زده کوونکی جمشید چې له لرغون کور څخه د لیدنې په موخه راغلی وایي: «په کتابونو کې یې د تاریځي آثارو په تېره بیا د غزنویانو دورې په اړه لوستي و او لیواله و چې یوه ورځ دا تاریخي آثار له نږدې وګوري.»

هغه له مسوولینو غواړي چې د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې هڅې وکړي او د هغوی د قاچاق او تخریب مخنیوی وکړي.

دغه زده کوونکی زیاتوي: «ددې موزیم سیمه ډېره کوچنۍ ده او باید د پراختیا لپاره یې پلانونه وشي.»َ

له لرغون کور څخه بل لیدونکی حامد چې هغه هم د لرغونو آثارو لیدلو ته ډېر لیواله دی وایي، ډېر خوښ دی چې توانېدلی له نږدې دا تاریخي آثار ویني.

حامد په غزني کې له مسوولینو غواړي چې د تاریخي آثارو د ساتنې په برخه کې هڅې وکړي، هغه همداراز له خلکو غواړي هغه ګرانبیه آثار چې په کورونو کې یې لري دغه موزیم ته یې وسپاري ترڅو یې خلک وویني.

غزني د هېواد یو لرغونی ولایت ګڼل کېږي چې څه د پاسه دوه سوه تاریخي آثار او لرغونې او تفریحي سیمې لري.

په تېرو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د تاریخي ځایونو شاوخوا د کیندنو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي. داسې ناقانونه او غیرمسلکي کیندنې چې د خلکو له خوا د تاریخي توکو د موندلو او پلورلو په موخه ترسره کېږي.