افغانستان

طالبانو او داعش په تېره یوه میاشت کې ۱۵ ځله پر یو بل بریدونه کړي

په داسې حال کې چې طالب مشران په افغانستان کې د داعش فعال حضور نه مني، خو د هغو شمېرو له مخې چې طالبانو خپرې کړي، د مارچ میاشتې له پیل راهیسې طالبانو او داعش ۱۵ ځله پر یو بل مرګوني بریدونه کړي دي.

که څه هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د دغې ډلې تر ادارې لاندې یوې رسنۍ سره په مرکه کې، په افغانستان کې د داعش حضور رد کړي، د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا په ټویټر کې خپرې شوې شمېرې ښيي چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې لږترلږه اته ځله په کابل، هرات او مزارشریف کې د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

داعش هم په تېره یوه میاشت کې اوه ځله پر طالبانو مرګوني بریدنه کړي دي. په دغو بریدونو کې د دواړو لوریو مهم کسان وژل شوي دي. په بلخ کې د طالبانو والي داوود مزمل د داعش ډلې له خوا په ځانمرګي برید کې ووژل شو او له هغې وروسته طالبانو ادعا وکړه چې په بلخ کې د داعش د مشرتابه غړي یا مسوولین ووژل شول.

تېره وړمه ورځ داعش د طالبانو ددې کار په غبرګون کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پر کارکوونکو برید وکړ چې له امله یې د بهرنیو چارو وزارت د درېیو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه مړه او څه د پاسه ۱۲ نور ټپیان شول.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یوه ټویټ کې ویلي که د داعش د درېيو مسوولینو د وژلو په اړه د طالبانو ادعا سمه ثابته شي، امریکا او طالبان باید له یو بل سره د تعامل کچه زیاته کړي ترڅو د دوحې هوکړه په بشپړ ډول عملي شي.

هغه ویلي: «دا به د افغانستان په شمال کې د داعش په وړاندې لوی ګوذار وي. طالبانو د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې وه چې له داعش سره مبارزه کوي. د داعش د مسوولینو له منځه وړل ښيي چې دا کار ترسره کوي. امریکا او طالبان باید د دوحې هوکړې د بشپړې اجرا لپاره چې د افغانستان او امریکا د ګټو لپاره دی د یو بل ترمنځ تعامل زیات کړي.»

له بلې خوا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند سعید خوستي، د ښاغلي خلیل‌ زاد ددې ټویټ په غبرګون کې، پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «داعش یوه امریکايي پروژه ده» او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د داعش لپاره «د لوېدیځ له خوا په ماهرانه توګه کمپاین» روان دی. هغه ویلي: «د دوحې په تړون کې له داعش سره د جګړې په اړه هېڅ هوکړه نه ده شوې.»

له دې مخکې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو «سنتکام» قوماندان جنرال مایکل کوریلا د منځني ختیځ د امنیتي وضعیت د ارزونې کمیټې په ناسته کې چې د تېرې اونۍ په پنجشنبې ترسره شوې وه، ویلي و: «زما د قوماندانۍ اټکل دا دی چې د داعش خراسان څانګه کولای شي په راتلونکو کابو شپږو میاشتو کې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د ګټو خلاف عملیات ترسره کړي.»

د کابل په شمال کې د داعش جنګیالیو په وړاندې د عملیاتو پرمهال یو شمېر طالبان.

خو له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان له ملي ټلویزیون سره چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی په مرکه کې، په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د قوماندان دا څرګندونې رد کړې او په افغانستان کې یې د داعش حضور نه دی منلی.

په همدې حال کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې امریکا د داعش ډلې په لوی ښودلو تورنه کړې او د خپل ټویټ په یوه برخه کې یې لیکلي: «له دغې موضوع سره د امریکايي مسوولینو علاقه‌مندي او همداراز د هغوی لوی ښودل، په خپله له داعش سره همکاري او همداراز د دوی په ګټه کمپاین دی چې باید ودرول شي.»

له دې مخکې، د طالبانو د دفاع وزارت په یوه لیک کې چې یوه نسخه یې د آمو لاس ته هم ورغلې پکې ویل شوي چې ټاکل شوې اوه زره داعش جنګیالي له پاکستانه افغانستان ته ولاړ شي.

په دغه لیک کې چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په دوولسمه نېټه، د طالبانو دوهمې سرحدي لوا ته لېږل شوی، پکې ویل شوي درې ډلې چې اوه زره تنه کېږي د پاکستان په کورمه ایجنسۍ کې په «افراطي زده کړو» بوخت دي. د طالبانو د دفاع وزارت د دغه لیک له مخې، دا کسان د مسلم کوټوال په نوم کس تر مشرۍ لاندې په زده کړو بوخت دي.