افغانستان

په افغانستان کې وروستۍ زلزلې ۱۴ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان کړل

په پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان او لغمان ولایتونو کې سرچینې آمو ته وایي چې د چهارشنبې شنبې زلزلې په دغو ولایتونو کې کابو ۱۴ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان کړل.

په تخار کې سرچینې وايي، د وړمې شپې زلزلې دوه تنه مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور ټپیان کړي دي. د دغو سرچینو په وینا، په دې زلزله کې شل کورونه وران شوي دي. د فرخار اوسېدونکو ته تر ټولو زیات زیانونه اوښتي دي.

په بدخشان کې ددې زلزلې له امله څلور تنه مړه شوي دي. سرچینې وایي چې ددې ولایت په اشکمش ولسوالۍ کې د دغې زلزلې له امله یو کور وران شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه پکې مړه شوي دي.

د لغمان ولایت یو اوسېدونکی وايي چې د چهارشنبې شپې زلزلې په دې ولایت کې دوه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان کړل او همداراز ۲۲ کورونه یې وران کړي دي.

په پنجشیر کې سرچینې وايي چې دغې زلزلې له امله په دره ولسوالۍ کې یو ماشوم او دوې ښځې مړې شوې او درې کورونه یې وران کړي دي.

له بلې خوا، د بغلان ولایت یو اوسېدونکی وایي چې په دې ولایت کې څوارلس کلي وران شوي دي.

هغه زیاته کړې چې څلور کورونه د اندراب په ده صلاح ولسوالۍ کې، شپږ په پلخمري ښار کې، درې په دوشي ولسوالۍ کې او یو کور هم په خوست ولسوالۍ کې وران شوی دی چې تلفات یې نه لرل.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي آمو ته وویل چې په دغه زلزله کې په بغلان، بدخشان، تخار، پنجشیر، سمنګان، لغمان او خوست ولایتونو کې ۶۳ کورونه وران شوي او څه د پاسه ۵۰ تنه په دغو ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

نوموړي نه ده روښانه کړې چې په دې زلزله کې څو تنه مړه او څو ټپیان شوي دي.

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې له مرګونو زلزلو سره مخ و. په دغو زلزلو کې ۲۹۳۵ تنه مړه شوي او شپږ زره او ۳۷۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د ۱۳۸۱ کال د وري په شپږمه نېټه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د رېښتر په کچه شپږ درجې مرګونې زلزله وشوه چې هغه مهال طبیعي پېښو ته د رسېدنې چارو ادارې مسوولینو رسنیو ته ویلي و په دې زلزله کې ۱۸۰۰ تنه مړه او څلور زره نور ټپيان شول.

له هغې وروسته د رېښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې بدخشان ولایت ولړزاوه چې د هغه وخت د دولتي مسوولینو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې په دغه زلزله کې ۳۵ تنه مړه او ۲۷۲ نور ټپیان شول.

وروستۍ مرګونې زلزله د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه ۵،۱ رېښتري زلزله وه چې د افغانستان په ختیځ کې وشوه، په دغه زلزله کې په خوست، پکتیا او کونړ ولایتونو کې څه د پاسه زر تنه مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.