افغانستان

د افغانستان او پاکستان په زلزله کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه شول

کونړ کې زلزلې ویجاړ کړی کور

د تېرې شپې زلزله چې مرکز یې د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان جُرم ولسوالي وه له امله یې په افغانستان کې دوه او د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې نهه تنه مړه شوي دي.

د سرچینو په وینا، لږترلږه څلور مېرمنې په لغمان ولایت کې د دې زلزلې په پایله کې ټپي شوې دي.

همداراز په پنجشېر ولایت کې هم د یوه کور د چت د رالوېدو له امله د یوې ښځې په ګډون درې تنه ټپیان شوي.

پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې په دغه ۶،۵ رېښتري زلزله کې په خیبرپښتونخوا کې ۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

پر لغمان ولایت سربېره د تېرې شپې زلزلې د کابل او بغلان په ګډون د هېواد په نورو سیمو کې کورونه او ودانۍ زیانمنې کړې دي.

د سه شنبې شپې زلزله له منځنۍ کچې زلزلو څخه ګڼل شوې چې مرکز یې د ځمکې د تل په اویا تر درې سوه کیلومترۍ کې و. هغه زلزلې چې له دې په کمه ژورتیا کې کېږي زیات زیانونه رسوي.

دا په داسې حال کې دي چې څه موده مخکې د جنورۍ په ۲۹مه د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې د اسلام آباد ځینې برخې ولړزولې، په داسې حال کې چې د ۵،۶ درجې زلزلې د جنورۍ په نولسمه د خیبرپښتونخوا ځینې برخې ولړزولې.

همداراز تېر کال د افغانستان په ختیځ کې د رېښتر په کچه ۶،۱ درجې زلزلې له امله له سلو زیات کسان مړه شول.

د ۲۰۰۵ کال په اکتوبر میاشت کې د رېښتر په کچه ۷،۶ درجې زلزلې اسلام آباد، آزاد جمو او کشمیر او خیبرپښتونخوا سیمې ولړزولې چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون سل زره تنه مړه کړل.