افغانستان

احمد مسعود: د نوروز جشن د لمانځلو مخنیوی یوه «سیاسي پروژه» ده

عکس له آرشیف څخه

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د نوروز او نوروز جشن پر لمانځلو د طالبانو د بندیز له امله یوه ویډیویي پیغام کې د طالبانو دا کار یوه «سیاسي پروژه» بللې ده.

هغه وایي: «د افغانانو د کلتور او ارزښتونو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو ناوړه هڅې یو سیاسي کار، د حذفولو لپاره یوه پروژه، سیاسي دسیسه او ناوړه سیاسي هڅه ده.»

هغه وايي، چې طالبانو په تېر یوه کال کې د بشري حقونو او د ښځو حقونو پر سرغړونې لاس پورې کړی او له افراطي ډلو سره یې اړیکو ته دوام ورکړی او افغانستان یې د خلکو په زندان او د ترهګرو لپاره په امن پناه‌ځای بدل کړی دی؛ د طالبانو دغه کړنې له نړۍ د افغانستان د څنډې ته کېدو لامل شوې دي.

نوموړي د طالبانو په وړاندې پر مقاومت ټینګار وکړ او وې‌ویل چې د مقاومت جبهې په کمو امکاناتو طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.

هغه وایي، چې د طالبانو کړنو نړیوال فشارونه زیات کړي او نړیواله ټولنه او اسلامي هېوادونه پوه شوي، چې طالبان د اسلام له نوم څخه ناسمه ګټه اخیستنه کوي.

احمد مسعود ټینګار وکړ، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل ناشوني او د طالبانو پروړاندې د پوځي، سیاسي او مدني لیکو رامنځته کېدل زیات شوي دي.

د مقاومت جبهې مشر وایي، چې دغې ډلې په تېر یوه کال کې ځینې ستونزې لرلې، خو د افغانستان د ازادۍ لپاره مقاومت دوام لري او د ظلم په ضد انګېزه شته.

هغه وویل، طالبانو د افغانانو پر ځان او مال تېری کړی، خو دغه جبهه د دې ډلې پروړاندې مبارزې ته چمتو ده.

مسعود د دغې جبهې غړو ته په خطاب د دې جبهې نیمګړتیاوې ومنلې او د ځینو له خوا یې شخصیتونو ته د «سپکاوي» په اړه خبرې وکړې او پر یووالي یې ټینګار وکړ.

نوموړی وویل چې له اختلافونو او لیرې‌والي به «دښمن» ګټه واخلي.

احمد مسعود له افغانانو وغوښتل چې «د یو بل ترڅنګ» ودرېږي او د هېواد د ژغورلو لپاره هڅه وکړي.

هغه وویل، چې په نوي کال به د خلکو ترمنځ د «یووالي» په لټه کې واوسي.

د مقاومت جبهې مشر د طالبانو له خوا د پخواني ولسمشر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان‌الدین رباني وژلو ته اشاره وکړه او طالبانو ته یې د «بغاوت‌ګرو» خطاب وکړ.

ښاغلي مسعود له ټولو افغان سیاستوالو وغوښتل چې د طالبانو پروړاندې یو موټی شي او د ګډو ګټو لپاره کار وکړي.

هغه د سیمې هېوادونو ته وویل، چې له طالبانو سره اړیکې لرل د هغوی په ګټه نه دي او له طالبانو سره هر ډول تعامل د نورو هېوادونو د ارزښتونو ضد دی.

د مقاومت جبهې له دې سره سره د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره پر خبرواترو ټینګار وکړ.

احمد مسعود القاعده، داعش او طالبان «جاهلې او ظالمې» ډلې وبللې او وې‌ویل چې د دغو ډلو پروړاندې به بریالي شي.