افغانستان

په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان مهمې سیاسي پېښې

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ

افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دوه نوروزونه تېر کړل. طالبانو په تېر یوه کال کې پراخې هڅې وکړې چې نړیوال يې په رسمیت وپېژني، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. که څه هم له یوې خوا د نړیوالې ټولنې بشري مرستې دوام لري، خو په تېر کال کې طالبان له زیاتو بندیزونو سره مخامخ شول.

اروپايي ټولنې پر طالب مشرانو بندیزونه ولګول

د سراج الدین حقاني په ګډون یو شمېر طالب مشران؛ په کابل کې د اختر د لمانځه په مراسمو کې. د چنګاښ ۱۸مه ۱۴۰۱ کال. عکس د ارګ له ټویټر څخه

اروپايي ټولنې د ۱۴۰۱ کال د اګست میاشتې په ۱۶ مه نېټه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او محمد خالد حنفي، د امر باالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر، د « تاوتریخوالی او ښځو له حقونو د سرغړونې» په خاطر د بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

اروپايي ټولنې پر ندا محمد ندیم د افغان ښځو او نجونو د زده کړې له حقه د بې برخې کولو او محمد خالد حنفي د “ښځو د بیان ازادۍ له حقه د ښځو د بې برخې کولو او پر هغو ښځو چې د طالبانو امر نه مني، د سختې سزا او تاوتریخوالي له امله بندیزونه ولګول. “

په کابل کې د ملګروملتونو نوې استازې

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۱۲مه د قرغزستان پخوانۍ ولسمشره روزا اوتونبایوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه وټاکه.

مېرمن اوتونبایوا چې د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیره هم وه، د دیبرا لاینز ځای ناستی شوه. د آغلې لاین ماموریت د جون په نیمایي کې پای ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو په خبرپاڼه کې راغلي چې مېرمن روزا له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ کال پورې د قرغزستان ولسمشره وه او پر دې سربېره درې ځله د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره او د پارلمان غړې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم پاتې شوې ده.

هغې په ګرجستان کې د ملګروملتونو د استازې او همدارنګه په متحده ایالاتو او کاناډا کې د قرغزستان جمهوریت د سفیرې په توګه کار کړی دی.

روزا اوتونبایوا په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یوناما) د مرستیالۍ دنده پر غاړه اخیستې، چې افغان مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي او د نجونو ښوونځي هم تړل شوي دي.

په افغانستان کې د یوناما د کار غځېدل

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۴۰۱ کال د اګست په ۲۵مه یو پریکړه لیک صادر کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.

په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځولو پریکړه لیک د متحده عربي اماراتو او جاپان د پلاوي له خوا په ګډه چمتو شوی او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی او د دې شورا د رایو په اکثریت تصویب شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۷۸ ګڼې پرېکړه لیک په تصویبولو سره په افغانستان کې د یوناما د کار دوام د ۱۴۰۲ کال د اګست تر ۲۷ پورې وغځاوه.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په تړاو ۲۶۷۹ ګڼه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پر بنسټ یې د شته ستونزو د هواري لپاره د هر اړخیزو او بې پرې وړاندیزونو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې وه.

په جلاوطنۍ کې د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو جوړول

د طالبانو ضد څېرو لکه مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، صلاح الدین رباني، یونس قانوني، عبدالرب سیاف، عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان او یو شمېر نورو په جلاوطنۍ کې د ۱۴۰۱ کال د اسد په ۲۳ مه د سیاسي جوړجاړي په اړه په انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

دوی د «افغانستان د ژغورنې لپاره د افغانستان د مقاومت شورا» په نوم ایتلاف د جوړېدو خبر ورکړ.

له هغه وروسته د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر سرور دانش په مشرۍ د «عدالت او ازادۍ ګوند» د روان کال د سلواغې په دوهمه د یوې اعلامیې په خپرولو سره فعالیت پیل کړ.

له هغه لږ وروسته د ۱۴۰۱ کال د تلې په ۲۴مه حنیف اتمر، معصوم ستانکزي او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر شخصیتونو د «افغانستان د سولې او عدالت ملي غورځنګ» تر نامه لاندې یو نوی سیاسي سازمان اعلان کړ او د افغانستان د ملي آزادۍ ګوند د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل تر مشرۍ لاندې د ۱۴۰۱ کال د جنورۍ په ۲۶ نیټه یې کار پیل کړ.

دا ټول ګوندونه له هېواده بهر جوړ شول، چې له دې ډلو یې ځینو د طالبانو پر وړاندې سخت دريځ ښکاره کړی دی.

د طالب مشرانو سفرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ۱۴۰۱ کال د مې په ۱۰ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته سفر وکړ، خو د بهرنیو چارو د وزیرانو په ډله ییز عکس کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د دې ناستې موخه د افغانستان روان ناورین ته پام او په هېواد کې د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره د حل لارې لټول و.

د غويي په ۲۶مه د طالبانو د رئیس الوزاء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شیخ خلیفه د مړینې د غمشریکۍ لپاره ابوظبۍ ته ولاړ.

طالب چارواکو په ۱۴۰۱هجري لمریز کال کې د زمري او چنګاښ میاشتو ترمنځ په جلا جلا سفرونو کې د قطر پلازمېنې دوحې ته سفرونه کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۲۸ د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره د لیدو لپاره قطر ته ولاړ.

له هغه وروسته د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب له افغانستانه بهر په خپل لومړي رسمي سفر کې د تېر کال د چنګاښ په ۱۴مه قطر ته ولاړ.

نوموړي په دغه دوه ورځني سفر کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په ګډون له لوړ پوړو قطري چارواکو سره وکتل.

د دغه سفر موخه د افغانستان د هوايي ډګرونو د امنیت په اړه بحث او رایه ورکول وو.

د طالبانو د مشرانو له سفرونو وروسته د دغې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ۱۴۰۱ کال د زمري په دوهمه ازبکستان ته د تاشکند په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره سفر وکړ.

په دې کتنه کې د اروپايي ټولنې استازي ښاغلي متقي ته د نارینه او ښځو او د ټولو سیاسي او قومي ډلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

له هغې وروسته د دغې ډلې د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب د روان کال د وږي میاشتې په دیارلسمه نیټه اماراتو ته لاړ او هلته یې د دغه هېواد د حکومت له مشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

طالبانو په دې سفرونو کې هڅه وکړه چې د سیمې او خلیج له هېوادونو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا سفرونه په داسې حال کې شوي چې طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفر له بندیزونو سره مخ دي.

د طالبانو د سفر د مخنیوي معافیت پای ته رسول

Photo: Taliban’s defense ministry

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په دېرشمه نېټه پرېکړه وکړه چې د طالبانو د ۱۳ مشرانو د سفر بندیز او شتمنیو د یوې برخې تحریم د ۶۰ ورځو لپاره لیرې شي. د دې کال د زمري په ۲۹مه ددغه معافیت په پای ته رسېدو، دغو کسانو یو ځل بیا له افغانستانه بهر ته د سفر اجازه له لاسه ورکړه.

د هغه سند پر بنسټ چې آمو ترلاسه کړی‌ د رئيس الوزرا مرستیالانو، ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي او مولوي عبدالکبیر، د کانونو او پټرولیم وزير شهاب الدین دلاور، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی، استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه، د دفاع وزارت مرستیال فاضل مظلوم، د پوهنې وزیر دین محمد حنیف، د حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او د مزار شریف د قتل عام پر مهال د بلخ والي نورالله نوري، د انرژۍ وزیر لطیف منصور او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د معافیت په نوملړ کې شامل وو، چې د سفر معافیت یې نه وغځول شو.

روسیه او چین هغه دوه هېوادونه وو چې هڅه یې کوله د دغو کسانو د معافیت موده وغځوي، خو د امنیت شورا د نورو غړو په تېره بیا ایرلنډ، بریتانیا، فرانسې او امریکا له غبرګون سره مخ شول. په پای کې د امنیت شورا غړي له افغانستانه بهر د طالبانو د سفر د معافیت غځولو په اړه موافقې ته ونه رسېدل.

له همدې امله د طالبانو مشران اوس هم له افغانستانه بهر د خپلو شتمنیو په اړه د سفر او بندیزونو سره مخ دي. دوی یوازې هغه وخت سفر کولی شي چې د کوربه هېواد لخوا بلنه ورکړل شي او د امنیت شورا لخوا تصویب شي. دې محدودیت د طالبانو پر ډیپلوماسۍ یو فلج کوونکی اغېز کړی دی.

د افغانستان د اسعارو صندوق جوړول

د امریکا د خزانې وزارت د ۱۴۰۱ کال د سپتمبر په ۲۴مه له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ د افغانستان د ۳،۵ میلیارد ډالري شتمنیو د ساتلو په موخه یو صندوق جوړ کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه صندوق به د افغانستان د اقتصادي ننګونو په کمولو کې مرسته وکړي او د افغانستان بانک شتمنۍ به په کې خوندي شي.

انوارالحق احدي، په سویس کې د امریکا سفیر شاه محمد محرابي او د سویس د بهرنیو چارو وزارت یو کس د دغه صندوق د غړو په توګه ټاکل شوي او دوی لا هم پر خپلو دندو کې دي.

د نجونو په مخ د پوهنتونونو تړل کېدل

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۲۹مه په یوه لیک کې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر وکړ، چې د نجونو زده کړې دې وځنډوي.

په دغه لیک کې ویل شوي چې د ښځو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو د کابینې د پرېکړې پر بنسټ شوې ده. دغه مکتوب په پای کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم لاسلیک شوی و.

خو د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د۱۴۰۱ کال د کب په ۱۶مه د یو شمېر قاضیانو او مفتیانو د فراغت په مراسمو کې د څرګندونو پرمهال وویل چې د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه یوه دایمي مسله نه ده.

ندا محمد ندیم په دې مراسمو کې وویل: «د ښځو د زده کړو په اړه چې په لومړیو کې څه ویل شوی، د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل تر امر ثاني پورې دي، خو د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړل دایمي نه دي.»

خو تر اوسه په داسې حال کې چې د ښوونځیو له تړل کېدو ۵۴۶ ورځې تېرېږي او د نوي ښوونیز کال پیل ته یوه ورځ پاتې ده، لا هم په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.