ورزش

د افغانستان کرېکټ لوبډلې د بشپړ غړیتوب په اړه د کرېکټ د نړیوالې شورا د پلاوي ناسته

Photo: ICC

ټاکل شوې د کرېکټ د نړیوالې شورا مشرتابه پلاوی نن او سبا په دې شورا کې د افغانستان د ملي لوبډلې د بشپړ غړیتوب د راتلونکي په اړه په دُبۍ کې ناسته وکړي. دغه ناسته افغانستان کې د ښځو کرېکټ ملي لوبډلې د نشتون په تړاو له پوښتنو سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

د دغې شورا لومړنی درې میاشتنۍ ناسته د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر ورځ پیل شوه، خو ترټولو مهمه ناسته نن شنبه ترسره کېږي چې د دې شورا کاري کمیټه به پکې د مخکیني نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د کرېکټ د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د کرېکټ د کاري کمیټې رییس او د نړیوالې شورا مرستیال عمران خواجه له څلورو میاشتو راهیسې دوه ځله د افغانستان د کرېکټ له چارواکو او طالبانو سره په دوحه کې کتلي دي.

«اې‌اېس‌پي‌اېن کرېکټ» نشریې راپور ورکړی، ښاغلي خواجه ته ډاډ ورکړل شوی چې طالبان د کرېکټ په چارو کې لاسوهنه نه کوي. خو ویل شوي چې د طالبانو تر ادارې لاندې د ښځو کرېکټ «تقریباً ناشونی» دی.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرېکټ د نړیوالې شورا غړیتوب ترلاسه کړ. د افغانستان د دغه غړیتوب د ساتلو لپاره اړتیا ده چې د ښځو یوه فعاله ډله ولري.

په دې لړ کې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې د ښځو د لوبډلې نشتون د افغانستان بشپړ غړیتوب له ستونزې سره مخ شوی دی.

ځینو شنونکو ویلي، چې د ښځینه لوبډلې نشتون د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره ګوښه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان فوټبال فډراسیون تازه د افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو ته د غوښتنې یوه اعلامیه وړاندې کړه، ترڅو بېرته ملي لوبډله رامنځته شي.

په دې لړ کې، «اې‌اېس‌پي‌اېن» راپور ورکړی چې ښایي د افغانستان لپاره د کرېکټ د نړیوالې شورا کاري ډله د دې شورا پلاوی خبر کړي چې دا ډول ټکي کولای شي د هغو کسانو لپاره چې په هېواد کې دي ارزښتناک نه او ان خطرناک واوسي.

د ښځو مخکینۍ لوبډله له افغانستانه استازیتوب ته چمتو

د افغانستان د کرېکټ د ښځو لوبډلې یوه غړې چې په اسټرالیا کې مېشته ده، په دې وروستیو کې بي‌بي‌سي ته وویل، دغه ډله هیله‌منه ده چې د کرېکټ نړیواله شورا د دې اونۍ په ناسته کې اقدام وکړي ترڅو هغوی وکولای شي په رسمي توګه د خپل هېواد لپاره ولوبېږي.

فېروزې افغان بي‌بي‌سي ته وویل: «زه نه‌پوهېږم چې هغوی (د افغانستان کرېکټ بورډ) ولې نه غواړي له موږ سره خبرې وکړي. دا زموږ حق دی چې د خپلې لوبډلې د راتلونکي په اړه پوه شو.»

هغې زیاته کړه: «د لومړي ځل لپاره ښایي هغوی (د کرېکټ نړیواله شورا) زموږ لپاره عادلانه پرېکړه وکړي، ځکه دا زموږ حق دی چې د خپل هېواد لپاره لوبه وکړو.»

اغلې افغان په دوام کې وویل: «مهمه نه ده چې موږ چېرته ژوند کوو. مهمه دا ده چې موږ تر اوسه دلته جنګېږو ترڅو یوه لوبډله ولرو.»