افغانستان

په نورستان کې۱۶۰ زره مېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي

نورستان چې یو غرنی ولایت دی ټول غرونه او ځمکې یې په ونو او ځنګلونو پوښلې او د کروندو لپاره کمې ځمکې لري.

د نورستان د ځایي اوسېدونکو په وینا ددې ولایت اوبه او هوا د ځنګلي ونو لپاره مناسبه ده له همدې امله په دې ولایت کې مېوه لرونکې ونې کمې دي .

د سرچینو د راپور له مخې، تازه په دغه ولایت کې ۱۶۰ زره مېوه لرونکي نیالګي کېنول کېږي او تمه کېږي چې ښه حاصل ورکړي.

د نورستان ولایت اوسېدونکي په دغه کار خوښ دي، ځکه چې په دې ولایت کې له دې مخکې مېوه لروونکې ونې او بڼونه نه وو.

د نورستان د مرکز د پارون اوسېدونکی محمد یوسف وايي: «پخوا په دې ولایت کې مېوه لرونکې نیالګي نه کېنول ځکه دوی اندېښنه لرله چې ښايي هوا یې ورته مناسبه نه وي خو په دې وروستیو کې جوته شوې چې ډول ډول مېوه لروونکې ونې په دې ولایت کې ښه وده کوي.»

هغه زیاتوي، د دې ولایت ډیری ځمکې همداسې شاړې پاتې دي او ځینو خلکو نښتر پکې کرلي خو له دې وروسته به ددې ولایت اوسېدونکي تر ډېره د مېوه لروونکو وڼو بڼونو جوړولو ته مخه کړي او له حکومت (د طالبانو ادارې) څخه هم په دې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.

د نورستان یو بل اوسېدونکی غفار وايي: «موږ په دې کار خوښ یو ځکه د نورستان ښکلا او سمسورتیا به لازیاته شي، ځکه که په غرونو کې ډول ډول مېوې پایله ورکړي نو ښه حاصل به ترې ترلاسه شي چې د دې سیمې د اوسېدونکو له اقتصاد سره به خورا مرسته وکړي.»

ددغه ولایت اوسېدونکي د کرنې برخې له متخصصینو غواړي، د څېړنو له لارې جوته کړي چې په دې ولایت کې څه ډول مېوه لروونکې ونې ښه وده او حاصل ورکوي.

له بلې خوا، په نورستان کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مسوول سرتاج الدین ساپي وویل، دا چې نورستان یو غرنی ولایت دی او اوبه او هوا يې د ځنګلي نیالګیو لپاره مناسب ده له همدې امله په دې ولایت کې نښتر او نور ځنګلونه ډېر دي.

هغه زیاتوي: «د کرنې برخې متخصصینو ته اوس په ډاګه شوې چې د نورستان ځمکه نه یوازې د ځنګلي ونو بلکې د یو شمېر مېوه لروونکو ونو لپاره هم مناسبه ده او ښه وده پکې کوي.»

ساپي څرګنده کړه چې له همدې امله سږ کال په دې ولایت کې ۱۶۰ زره زینتي او مېوه لروونکي نیالګي کېنول کېږي او له اوسېدونکو غواړي چې د نیالګيو په ساتنه کې همکاري وکړي.

ټاکل شوې سږ کال د نورستان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لیمو، مالټې، نارنج او چارمغز نیالګي کېنول شي.

له دې مخکې په نورستان ولایت کې دغه ډول مېوه لرونکي نیالګي نه کېنول کېدل.