افغانستان

د بدخشان اوسېدونکي: مرستې اړمنو ته نه رسېږي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په هېواد کې بېوزلي او وزګاري په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده. که څه هم د طالبانو اداره د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره د هڅو خبرې کوي، خو لا هم د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو کومه نښه نه تر سترګو کېږي.

کریمه د ۶ اولادونو مور ده او په بدخشان ولایت کې ژوند کوي.

هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «یو کال کېږي چې خاوند مې د بېوزلۍ له امله په قاچاقي توګه ایران ته تللی دی. خو ښه کار یې نه دی موندلای او خپل لګښتونه هم په سختۍ برابروي. زه او اولادونه مې بې‌برخلیکه پاتې یو او ژوند مې ډېر خراب دی.»

کریمه او اولادونه یې په کرایي کور کې ژوند کوي چې امکانات نه لري.

هغې د دې په بیانولو چې د هېڅ بنسټ له خوا مرسته نه ور رسېږي وویل: «په لومړیو کې مرسته کېده. خو اوس زموږ په کور کې د خوړلو هېڅ هم نشته. مرستو ته مو سترګې نیولې. ځینې کسان راغلل او زموږ معلومات یې ثبت کړل. کله مې زنګ ورته وواهه چې ولې مرستې نه راوړل کېږي، ویې‌ویل چې د تا پر ځای مو بل څوک ونیول. زه حیرانه پاتې شوم چې څه وکړم. هر چا چې پیسې، موټر او پېژندګلوي لرله مرستې یې ترلاسه کړې او ما چې څوک نه لرل پاتې شوم.»

د کریمې اولادونه د بېوزلۍ له امله له زده‌کړو پاتې دي.

اړمن په داسې حال کې د نړیوالو مرستو له نه رسېدو شکایت لري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر کنګل شول او پر طالبانو لګول شوي نړیوال بندیزونه لا هم شته.

په وروستیو میاشتو کې امریکا د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته میلیونونه ډالر لېږلي دي. خو د ښځو پر زده‌کړو او کار له بندیز وروسته ځینې مرستندویه بنسټونه او سازمانونه له افغانستان ولاړل.

د کریمې لور ۱۳ کلنه مریم وایي: «پلار مې نشته او مشر ورور نه لرم له همدې امله خوراکي توکي نه شو ترلاسه کولای، موږ نه ښوونځي او نه مدرسې ته ځو. څوک مو غږ نه اوري.»

د بدخشان یوه بله اوسېدونکې مهناز وایي: «موږ په کور کې ۱۴ تنه یو. کار نشته او هغه مرستې چې کېږي یو کارت یې درېیو کورنیو ته ورکوي چې هېچا ته بسنه نه کوي، کله مرستې راځي او کله یې هم طالبان او استازي خپلو نږدې کسانو او خپلوانو ته ورکوي موږ همداسې پاتې کېږو.»

بدخشان کې مدني فعال تمیم همراز هم وایي: «هېڅکله حق نه ورکول کېږي، بلکې په زور اخیستل کېږي او اړمن مرستو ته اړتیا لري، خو غږ نه شي پورته کولای، حق یې خوړل کېږي. اوس هم په بدخشان کې مرسته کوونکي بنسټونه شته. خو د مرستو د وېشلو مسوولین مرستې په سمه توګه نه وېشي.»

وموغوښتل په دې برخه کې د مسوولینو لیدلوری ولرو خو په پرله‌پسې اړیکو سره بریالي نه شوو.

دا لومړی ځل نه دی چې د مرستو د وېش پر بهیر د نیوکو راپورونه خپرېږي. په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو څو ځله له دې موضوع شکایت کړی دی.