فرهنګ او هنر

د یکاولنګ ولسوالۍ په چمن کلي کې د دوه زره کتابونو په لرلو سره کتابتون پرانیستل شو

د بامیان ولایت د یکاولنګ د لومړي نمبر ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو د دې ولسوالۍ په چمن سیمه کې د «کتاب» په نوم کتابتون جوړ کړی دی.

ددغه کتابتون یو جوړونکی عباس وایي: «موږ دا کتابتون د کتاب لوستلو د دودولو او مطالعې او زده کړې ته د خلکو د هڅولو په موخه جوړ کړی دی.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمد عطا حجتي په دې اړه وویل: «کابو څلور میاشتې مخکې مو د کتابونو راټولولو کمپاین پیل کړ او بریالي شوو چې له بامیان، کابل، هرات او بلخ ولایتونو د بېلابېلو موضوع ګانو اړوند څه د پاسه دوه زره ټوکه کتابونه راټول کړو.»

هغه هیله څرګنده کړه چې ددغه کتابتون په جوړولو سره د خلکو د پوهې کچه لوړه شي او د معلوماتي سرچینو په برخه کې د خلکو لږ اړتیاوې پوره شي.

ښاغلي حجتي زیاته کړه: «ددې سیمې خلک له کتاب لوستلو سره زیاته علاقه لري، د بېلګې په توګه په تېره یوه میاشت کې ۴۸۵ تنه په امانت ډول د کتاب اخیستو او مطالعې لپاره د کاتب په نوم دغه کتابتون ته ورغلي دي.»

د یکاولنګ یوه اوسېدونکې ملکه عادلي وایي چې په دې ولسوالۍ کې د دغه راز کتابتون جوړېدل د خوښۍ وړ دي. ځکه له څلورنیمو میاشتو انتظار وروسته پرانیستل شوی او یو شمېر کتابونه له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي دي.»

هغه چې اوس پوهنتون ته له تلو بې برخې شوې، ددغه راز کتابتون جوړېدل د انګېزې د زیاتېدو لامل بولي او هیله منه ده چې د مطالعې له لارې خپل مالومات زیات کړي.

چمن د یکاولنګ ولسوالۍ په لس کیلومترۍ کې پروت کلی دی او اوسېدونکي یې کتابونو ته ډېر کم لاسرسی لري، د سیمې د اوسېدونکو په وینا ددغه کتابتون په جوړېدو سره به کتابونو ته د زده کوونکو او فرهنګیانو اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.