افغانستان

د غور د مدني ټولنې د بنسټونو شبکه: حبیبه شریفي او پلار یې خوشي کړئ

غور کې د مدني ټولنې د بنسټونو شبکې په یوه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د فعالې حبیبې شریفي او د هغې د پلار د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.

د دغه بنسټ په اعلامیه کې راغلي، چې حبیبې د ښځو او انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړی او هېڅ جرم نه لري چې ونیول یا زنداني شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان باید د ښځو د سوله‌ییزو اعتراضونو زغم ولري او ښځو ته د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي.

د غور د مدني بنسټونو شبکې په دې اعلامیه کې له ملي او نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د حبیبې شریفي او د هغې د پلار د خوشي کېدو لپاره غږ پوره کړي او طالبان اړ باسي ترڅو هغه او پلار یې چې اوس په زندان کې ازاد کړي.

حبیبې شریفي تېره ورځ په یوازې ځان غور ولایت کې د طالبانو د ولایت ودانۍ مخې ته اعتراض وکړ او د زده‌کړو، کار او د ټولنیز عدالت د تامین غوښتنه یې وکړه.

خو طالبانو تېره ورځ له غرمې وروسته هغه او پلار يې له خپل کوره ونیول.

سرچینې وایي، چې حبیبه شریفي د فیروزکوه په زندان کې او پلار یې د طالبانو د استخباراتو په اداره کې تر څېړنو لاندې دی.