افغانستان

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي ووژل شو

نن پنجشنبې سهار د ۱۴۰۱ کال د کب په اتلسمه نېټه د بلخ ولایت په ودانې کې چې د طالبانو په واک کې ده چاودنه وشوه.

له چاودنې وروسته په بلخ کې ځایي سرچینو آمو ته وویل، چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل په دې چاودنه کې وژل شوی دی.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي چې یوه ځانمرګي بریدګر له ځان سره چاودېدونکي توکي په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر په دوهم پوړ کې، چاودولي دي.

د طالبانو دا قومانداني په یوه بیانیه کې په بلخ کې د طالبانو د والي محمد داوود مزمل وژل کېدل تایید کړل.

له هغې لږ وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې په بلخ کې د طالبانو والي محمد داوود مزمل له یوه بل ملکي کس سره د دې ولایت په ننۍ چاودنه کې وژل شوی دی.

محمد داوود مزمل پر افغانستان له واکمنۍ مخکې په فراه کې د طالبانو تش په نوم والي و.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغه د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي په توګه وګمارل شو.

وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله آخوندزاده په فرمان داوود مزمل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د لوړپوړي امنیتي معین په توګه وټاکل شو.

خو ښاغلی مزمل بلخ کې د طالبانو د مخکیني والي قدرت‌الله ابوحمزه له ګوښه کېدو وروسته د طالبانو د یوه مشر له خوا په یوه فرمان کې د بلخ لپاره د دې ډلې د والي په توګه وګومارل شو.

ښاغلی مزمل د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې نړۍ ته راغلی دی.

د طالبانو له منځه سرچینو تایید کړه چې د محمد داوود مزمل مړی د هغه له وژل کېدو شېبه وروسته په پوځي چورلکه کې د هلمند ګرشک ولسوالۍ ته ولېږدول شو.

له دې مخکې د روان هجري لمریز کال د مرغومي میاشتې پر پنځمه نېټه بدخشان کې د طالبانو د پولیسو قوماندان عبدالحق ابو عمر په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو مرکز په دروازه کې د چاودنې له امله وژل شوی و.

تر اوسه هېڅ کس یا ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.