نړۍ

ترکیه کې ولسمشریزې ټاکنې؛ قلیچ‌دار اوغلو د اردوغان سیال شو

له ډېرو خبرواترو او بحث وروسته «شپږ کسیز میز» یا د ترکیې اصلي اپوزیسیون ګوندونه پر یوه نوماند هوکړې ته ورسېدل. هغوی د ترکیې د ترټولو اصلي اپوزیسیون ګوند «د خلق جمهوري غوښتونکو» مشر کمال قلیچ‌دار اوغلو د خپل نوماند په توګه وټاکه.

د ترکیې اصلي مخالف ګوندونه په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې هوکړې ته ورسېدل ترڅو د اردوغان د لیرې کولو او په دغه هېواد کې د پارلماني نظام د بیا جوړولو لپاره د لنډمهال لپاره سره یو لاس شي او د رایو له وېشلو مخنیوی وکړي.

هغوی په دې میکانیزم سره په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د ترکیې د درېیو لویو ښارونو استانبول، انقرې او ایزمیر د ښاروالۍ په ټاکنو کې بریالي شول او له ۲۰۰۰ زېږدیز کال وروسته یې د لومړي ځل لپاره د اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ته ماته ورکړه.

که څه هم هغوی تېر یو کال د یوه ګډ نوماند په ټاکلو کې له ستونزې سره مخ شوي وو او د دوی اختلافونه د ایتلاف تر پاشلتیا پورې مخته ولاړل.

۷۴ کلن کمال قلیچ‌دار اوغلو د ترکیې د ملي‌پالو او سیکرانو د ترټولو پخواني ګوند؛ د خلق جمهوري غوښتونکو مشر دی.

قلیچ‌دار اوغلو د ظاهري ورته‌والي له امله په «کمال ګاندي» مشهور دی. هغه په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د خلق جمهوري غوښتونکو ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.

د خلق جمهوري غوښتونکو ګوند چې په ترکیه کې ترټولو ستر سیکولر ګوند دی په ۱۹۲۳ زېږدیز کال کې د «مصطفی کمال اتاترک» له خوا جوړ شو.

دغه ګوند یو ملي‌پال، سیکولر او له اروپایي ټولنې سره د ترکیې د یو ځای کېدو او له لوېدیځ سره د دغه هېواد د نږدې کېدو ته لېوال ګوند دی.

ترکیه چې د ګرانۍ او ورانوونکو زلزلو له امله له سخت اقتصادي ناورین سره لاس و ګرېوان ده، د روان کال د مې میاشتې پر ۱۴ به د خپل معاصر تاریخ د ترټولو مهمو ټاکنو شاهده وي.

رجب طیب اردوغان چې له ۲۰۰۰ زېږدیز کال راهیسې هم د لومړي وزیر او هم د ولسمشر په توګه په ترکیه لومړی کس و، غواړي یو ځل بیا د ۸۵ سلنه ګرانۍ او د لیرې د ارزښت د نیمایي کېدو تر سیورې لاندې پنځه کاله نور هم په واک کې پاتې شي.

د اردوغان او قلیچ‌دار اوغلو ترمنځ د سختې سیالۍ اټکل کېږي.