افغانستان

ریچارد بنت: د طالبانو کابینه یوازې له پښتنو نارینه وو ډکه ده

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل راپور وړاندې کړ.

ښاغلي بنت په خپله وینا کې وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د تېر میلادي کال په پرتله خراب شوی دی.

هغه زیاته کړه: «په تېر سپتمبر کې مې په خپل راپور کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله اندېښنه بیان کړه او ومې ویل چې افغانان د بشري حقونو په ناورین کې راګیر شوي چې داسې ښکاري نړۍ ته ورته رسېدنه نه شي کولای. له بده مرغه باید ووایم چې د ښځو له حقونو، بشري حقونو، د بیان له آزادۍ سرغړونه او بې وزلي لازیاته شوې ده.»

ریچارد بنت په دغه وینا کې د ښځو او د دوی د حقونو ځپل «د طالبانو قصدي او حساب شوی» سیاست وباله.

هغه همداراز وویل چې د طالبانو دا سیاست د «جنسیتي تعقیب شوي نړیوال جنایت» په توګه ګڼل کېدای شي چې د افغانستان اوسني چارواکي د هغې له مخې مسوول ګڼلای شو.

نوموړي د ښځو د ځپلو لپاره د طالبانو هڅې «جنسیتي اپارتاید» وباله.

ښاغلي بنت وویل چې طالبان هڅه کوي د افغان مېرمنو لاس ته راوړنې ترې واخلي.

بنت ټینګار وکړ: «افغانستان ته په خپلو سفرونو کې د ښځو او ماشومانو، قومي او مذهبي لږکیو پر حقونو بریدونو د زیاتوالی، د رسنیو او مدني فعالینو لپاره د فضا د تنګولو شاهد وم. د اوسنیو چارواکو له خوا له عمومي بښنې سره سره، د مخکیني حکومت له امنیتي او ملکي کارکوونکو غچ اخیستو دوام کړی دی.»

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو راپور ورکوونکي وویل: «مذهبي او قومي لږکي په تېره بیا هزاره، شیعه، سیکان او صوفیان له پراخ او سیتماتیک توپیر سره مخ دي.»

ښاغلي بنت د ملګروملتونو سازمان له بشري حقونو شورا وغوښتل ترڅو طالبانو ته روښانه پیغام ورکړي ترڅو «د دوی وېروونکی چلند، آن که په مذهبي لاملونو وي، د نه زغم او توجیه وړ نه دی. همداراز هغه کسان چې له بشري حقونو سرغړونه کوي باید له پایلو سره یې مخ شي، دغه معافیت باید پای ته ورسول شي.»  

د ښاغلي بنت په وینا د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو سرغړونې د هېواد پر ټولو وګړو منفي اغېزه کړې ده.

ریچارډ بنت زیاته کړه چې طالبان افغانانو ته د مرستې رسولو په بهیر کې لاسوهنه کوي.

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي چې نن یې په جینوا کې د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ټولنې ته راپور ورکاوه، وویل: «په ننني افغانستان کې د توپیر د زغملو لپاره ځای نه دی پاتې شوی. د بشري حقونو د مدافعانو لپاره فضا محدوده شوې، نړیوال خبریالان ورځ تر بلې زیات تر فشار لاندې راځي ترڅو داسې امرونه ومني چې د هغوی کاري اصول تر پوښتنې لاندې راولي. ښځې په پراخه توګه له رسنیو ګوښه شوې دي.»

هغه په دوام کې وویل: «د طالبانو په کابینه کې اوس هم یوازې پښتانه نارینه لیدل کېږي.»

ښاغلي بنت په دغه راپور کې ویلي چې طالبانو د پرېکړو کولو مرکز له کابل څخه کندهار ته لېږدولی دی: «د طالبانو د مشر له خوا د ولایتونو په کچه د چارواکو ګومارنې بهیر پر یوه عادي او سیستماتیکه چاره بدل شوی چې له کابله کندهار ته د پرېکړو د مرکز بدلون ښيي.»

ریچارډ بنت د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه پر خپلې پرېکړې ټینګار وکړي.

هغه وویل: «طالبان د افغانانو ترمنځ د خبرواترو د وړاندیزونو ردولو ته دوام ورکوي او ادعا کوي چې د هغوی اداره په پوره توګه د ټولو استازیتوب کوي.»

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو پر قضایي سیستم په نیوکې سره دغه ډله د بشري حقونو له نړیوالو اصولو پر سرغړونې تورنه کړه.

هغه همداراز له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو ټول هغه فعالان او خبریالان چې د هغوی له خوا بندي دي، خوشي کړي.

ریچارډ بنت افغانستان کې بېوزلۍ ته په اشارې سره وویل چې بیړنیو نړیوالو مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ۲۸ میلیونو ته رسېږي؛ د ۶ میلیون هغو کسانو په ګډون چې له قحطۍ سره مخ دي. هغه همداراز وویل چې د اقتصادي ثبات په اړه پر راپورونو سربېره، خلکو ته ډېر څه نه رسېږي. د نوموړي په وینا «بېوزلي دوه چنده شوې ده.»

ښاغلي بنت په داسې حال کې افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپل نوی راپور د ملګرومتلونو سازمان د بشري حقونو شورا ته وړاندې کړ چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو د تړلو او په نادولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز ۳ میاشتې کېږي.