افغانستان

د طالبانو له خوا د بامیان د مخکیني والي د کورنۍ د څلورو غړو نیول

بامیان کې د طالبانو استخباراتو د بامیان د مخکیني والي محمد طاهر زهیر د کورنۍ د غړو په ګډون اته تنه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ له کوته کلي نیولي دي.

د ښاغلي زهیر خپلوانو آمو ته وویل چې طالبانو یوه اونۍ مخکې د عارف او یاسین په نوم د ښاغلي زهیر دوه وروڼه، د هغه دوه د تره زامن او د سیمې څلور اوسېدونکي له طاهر زهیر سره د اړیکو په تورن نیولي دي.

د ښاغلی زهیر یوه خپلوان چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ته وویل: «کابو ۱۰ ورځې کېږي چې د ښاغلي طاهر زهیر خپلوان طالبانو د ده په تړاو د څېړنو لپاره نیولي دي او تر اوسه کوم خبر ترې نشته.»

د سمنګان له دره صوف څخه سرچینې وایي چې د طاهر زهیر خپلوان طالبانو د نوموړي په اړه د څېړنو لپاره نیولي دي.

وروسته له هغې چې د بامیان شاوخوا ولایتونه له کومې نښتې پرته د طالبانو لاس ته ولوېدل د دغه ولایت والي طاهر زهیر چې هغه مهال د بامیان والي و، بریالی نه شو چې له دغه ولایت څخه ووځي.

نوموړی وروسته له هغې چې د طالبانو یوه قوماندان مولوي مهدي مجاهد له دې ډلې ناخوښي څرګنده کړه له نوموړي سره یو ځای شو او د طالبانو پر ضد یې جبهه جوړه کړه، هغه د بلخاب په جګړه کې د مولوي مهدي ترڅنګ د طالبانو پروړاندې وجنګېد.

وروسته له هغې چې طالبانو مولوي مهدي مجاهد څو میاشتې مخکې د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې ځپلی و، ادعا یې وکړه چې مولوي مهدي له هېواده د تېښتې پرمهال په هرات کې ووژل شو، ښاغلی زهیر له خپلو ځواکونو سره د سرپل او بامیان ولایتونو ترمنځ برخو کې ځای‌پرځای شو.

هڅه مو وکړه چې په دې برخه کې له ښاغلی طاهر زهیر سره خبرې وکړو خو ښاغلي زهیر په دې تړاو زموږ اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

بامیان کې د طالبانو د استخباراتو ریاست هم د ښاغلي طاهر زهیر د کورنۍ د ۸ تنو نیول کېدل رد یا تایید نه کړل.