افغانستان

وزیر احمد او کورنۍ یې د ایټالیا په اوبو کې ډوب شول

د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ، په دوه سوه پناه غوښتونکو بار کیښتۍ چې غوښتل یې اروپا ته ولاړه شي، د مدیترانې په سمندر کې چې له یوې ډبرې سره لګېدلې چې له امله یې د دې کیښتې ټول سپاره کسان ډوب شوي دي.

په قربانیانو کې د یوې کورنۍ څلور غړي چې د طالبانو د ګواښونو له امله یې غوښتل اروپا ته ولاړ شي هم شامل دي.

یو تن د هرات ولایت اصلي اوسېدونکی دېرش کلن وزیر احمد و چې د ملي امنیت په ریاست کې یې دنده ترسره کړې وه او د ډګروالۍ په رتبې سره یې د هرات د ملي امنیت ریاست د ښاري مدیر په توګه کار کاوه.

نوموړي د هرات له دولتي پوهنتونه د پوځي اسنادو د لرلو ترڅنګ د سیاسي علومو په برخه کې زده کړه کړې وه.

د وزیر احمد ورور جواد وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د ملي امنیت ریاست کارکوونکي د طالبانو تر تعقیب لاندې دي؛ له دې امله یې ورور د خپلوانو په مشوره او مالي مرسته اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په هیله، قاچاقي لاره غوره کړه؛ خو له رسېدو مخکې له خپلو ټولو هیلو سره د ایټالیا په اوبو کې ډوب شو.

وزیر احمد او مېرمن یې سودینا د دوی له زوی مرتضی سره چې اته کلن و مهرثنا چې پنځه کلنه وه، د ایټالیا په اوبو کې ډوب شول.

د وزیر احمد ورور وايي چې د ایټالیا سمندري ځواکونو یوازې د هغه د ورور د مېرمنې سودینا مړی موندلی او د هغه د ورور او وراره مړي نه دي پیدا شوي.

جواد چې د خپل ورور له لاسه ورکولو په غم کې اوښکې تویوي، په زړغوني غږ له هېوادوالو غواړي چې اروپا ته له ناقانونه تلو ډډه وکړي.

په دغه کيښتۍ کې د افغانستان، ایران، سومالیا او پاکستان وګړي سپاره وو چې هڅه یې کوله ایټالیا ته نږدې «کروتونه» ساحلي ښار ته نږدې شي.

اټکل شوی چې په دغه کيښتۍ کې ۲۰۰ کډوال سپاره وو. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ددې پېښې اتیا وژل شوي افغانان وو.

ایټالیا ویلي چې په دغه پېښه کې ۶۵ تنه مړه شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

که څه هم طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه؛ خو لیدل کېږي چې زیات شمېر پوځیان د دې ډلې د استخباراتو له خوا نیول او وژل شوی او ځینې د طالبانو تر جدي تعقیب لاندې دي.