افغانستان

خوست کې د طالبانو له خوا د یوه مخکیني پوځي نیول کېدل

سرچینې له آمو سره په خبرو کې تاییدوي چې طالبانو دوې ورځې مخکې په خوست ولایت کې یو مخکینی پوځي نیولی دی.

بدرالدین د پکتیا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه د طالبانو له واکمنېدو مخکې د پکتیکا ولایت د بت خېل ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

د دغه مخکیني پوځي خپلوان وایي چې د هغه له نیول کېدو راهیسې د ده د وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د هغه یو خپلوان چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي چې د بدرالدین شپږ وروڼه د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو غړي وو او له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

د سرچینو په وینا هغه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو یوازینی برابروونکی دی او د خپلو وروڼو د ماشومانو مسوولیت هم پر غاړه لري.

په هغو انځورونو کې چې آمو ټلویزیون ته رسېدلي دي لیدل کېږي چې نوموړی د څېړنو پر مهال شکنجه شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي عفوه اعلان کړه.

په دې لړ کې افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان استازولۍ یا یوناما پر افغانستان د طالبانو د نهو لومړیو میاشتو واکمنۍ په اړه یوه راپور کې ویلي چې په دې موده کې ۱۶۰ مخکیني پوځیان وژل شوي او ۱۷۸ تنه نور نیول شوي دي.