Uncategorized @ps افغانستان

زابل کې د درېیو رغنیزو پروژو د کارونو پیلېدل

د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د یو شمېر رغنیزو پروژو کارونه پيل شول. په دغو پروژو کې د ښار د یو شمېر کوڅو او واټونو او څلور لارو رغول او د واټونو ترڅنګ څراغونو روښانه کول شامل دي.

د کلات ښار اوسېدونکو د دغو پروژو له کارونو خوښي څرګندوي خو له طالبانو ادارې او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کلات ښار اوسېدونکی محمد سليم له مسوولینو غواړي چې د دې ښار سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شي ځکه که شګه او خاوره پرې واچول شي څه موده وروسته ویجاړېږي او خاورې دوړې ترې پورته کېږي.

نوموړی زياتوي: «دا کوڅې او فرعي واټونه کندې کندې وو، د بارانونو په موسم کې پر دغو کوڅو تګ راتګ ستونزمن شوی و، موږ غواړو چې په کلات ښار او ولسوالیو کې دې ته ورته زیاتې پروژې عملي شي.»

د زابل یو بل اوسېدونکی سمیع الله د کلات ښار د کوڅو او وټونو په رغولو خوښ دی خو غواړي چې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې دې لازیات رغنیز کارونه ترسره شي ترڅو له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بله پلوه د بې وزلۍ کچه ټیټه شي.

نوموړی زياتوي: «زموږ غوښتنه له مسوولینو او مرستندویه بنسټونو دا ده چې په دې ولایت کې اساسي رغنیز کارونه ترسره کړي ترڅو له یوې خوا د ښار او سیمو د پاکوالي لامل شي او له بله پلوه خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

له بلې خوا، په کلات کې د طالبانو ښاروال لطف الله لطیفي وايي، د اووه میلیونه افغانیو په لګښت دغو پروژو کې چې د کلات ښاروالۍ په مالي لګښت عملي کېږي ددې ښار د بېلابېلو سیمو درې کیلو متره سړک جغل اچول، د څلور لارو رغول او د واټونو او څلور لارو په روښانه کول پکې شامل دي.

نوموړي زیاتوي، چې پر دغو درېیو پروژو اوه میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د کلات ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه لګول کېږي.

د کلات ښاروال وايي: «په دغو پروژو کې د درې کيلومتره سړک جغل اچول او د ښار د څلور لارو او کټارو جوړول شامل دي چې اوه میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.»

له بلې خوا، د زابل مرستیال والي سليمان اغا بهير وايي، دوی هڅه کوي، چې په کلات ښار او ولسوالیو کې ګڼې نورې رغنیزې پروژې عملي کړي، چې په وینا یې په راتلونکي کال کې به د درېیو لویو پروژو کارونه هم پیل شي چې لومړنۍ چارې یې بشپړې شوې دي.

هغه زیاتوي: «د نوې کال په راتګ سره په دې زابل کې درې لويې رغنیزې پروژې پیلوو او د دې چې د دې ترڅنګ په دې ولایت کې نورې مهمې پروژې هم پيل او د نیمګړو پروژو کارونه هم بشپړ شي.»

د یادونې وړده، چې زابل د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې هم ورته دومره پاملرنه نه ده شوې او په ډېری سیمو کې یې خلک د ژوندانه له لومړنیو امکاناتو بې برخې دي. ددې ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه نشته او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.