افغانستان

په کابل او ولایتونو کې د پاسپورت د وېش بهیر بیاځلې پیلېدل

د طالبانو د پاسپورت ریاست وايي چې د چهارشنبې د کب په لسمه به په کابل او ولایتونو کې د پاسپورت د ورکړې بهیر بیا پیل شي.

د پنجشنبې په ورځ د کب په څلورمه د طالبانو د پاسپورت عمومي رییس عبدالحسیب کریم په کابل کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې له سبا څخه په کابل او ولایتونو کې د پاسپورت لپاره آنلاین نوم لیکنه پیلېږي، خو د پاسپورت د ورکړې بهیر به راتلونکې چهارشنبې پیل شي.

ښاغلي کریم همداراز وویل چې په کورنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو کې یې د پاسپورت د وېش څانګې فعالې کړې دي.  

د طالبانو د پاسپورت عمومي ریاست وایي: «هغه کسان چې برېښنايي تذکرې لري د پاسپورت اخیستو لپاره بیا ځلې بایومتریک ته اړتیا نه لري.»

له بلې خوا، د طالبانو د پاسپورت د عمومي ریاست مرستیال شېرشاه قریشي په دغه ناسته کې وویل چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورت ورکړه د ورځې لس زره ټوکو ته زیاته شي.

ددغه ریاست مسوولینو د پاسپورت له کمېشنکارانو سره د طالبانو د اړیکو په هکله ادعاوې او نیوکې رد کړې.

له دې مخکې یو شمېر هېوادوالو آمو ته وویل چې ۱۲۰ ډالري پاسپورت په تور بازار کې په دوه تر څلور زره ډالرو پلورل کېږي او یوه برخه دا پیسې د طالب چارواکو جېبونو ته ورځي.

د پاسپورت یو شمېر غوښتونکو آمو ته وویل، که څه هم د پاسپورت د وېش بهیر ظاهراً د طالبانو له خوا درول شوی، خو کمېشنکاران د څو زره ډالرو په بدل کې رسمي پاسپورت برابرولای شي.

د طالبانو د پاسپورت عمومي ریاست د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه د پاسپورت د وېش بهیر د هغه څه له امله درولی و چې «تخنیکي ستونزې» وبلل شوې.