افغانستان

طالبانو هرات کې د پنځو تنو مړي وځړول

هرات ولایت کې ځایي سرچینو چهارشنبې د کب په درېیمه وویل چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې پنځه تنه د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

په دې ولایت کې سرچینې وایي چې درې وسله وال غله د سه شنبې په ورځ د هرات په جبرئیل سیمه کې او دوه نور تېرې ورځې په سهال د دې ښار په پنځمه حوزه کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوي او دغې ډلې یې مړي د خلکو پرمخ د درېیو ساعتونو لپاره وځړول.

د هرات د جبرئیل سیمې یو اوسېدونکی مشتاق احمد آمو ته وویل، دوه تنه چې ویل کېدل غله دي، دوې ورځې مخکې یوه کور ته د ورتلو پرمهال د کور د نګور له خوا په چاقو سره ټپیان شول او یو بل چې ددې کور په دروازه کې ورته په تمه و، د طالبانو له خوا ووژل شو.

مشتاق احمد وویل: «تېره شپه دوه غله زموږ په سیمه کې یوه کور ته ننوتل چې یوه زاړه سړي او مېرمنې له خپلې نګور سره پکې ژوند کاوه یو تن هم د کور په دروازه کې ورته ولاړ و، غلو پیسې ترې وغوښتې خو دوی ورته وویل چې پیسې نه لري کله چې غلو غوښتل پر نګور یې برید وکړي او لاس ورواچوي هغې په چاقو سره دواړه ټپیان کړل.»

د جبرئیل سیمې دغه اوسېدونکی وایي چې له دې پېښې وروسته دغې کورنۍ طالبانو ته خبر ورکړ او طالبانو هغوی ووژل.

د هرات اوسېدونکي آمو ته وايي چې طالبانو دا دوه تنه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال ووژل چې د هرات په پنځمه حوزه کې یې پر لاره د تېرېدونکو کسانو توکي ترې غلا کول.

د هرات ښار یو اوسېدونکی محمود له آمو سره په مرکه کې وايي: «پر موټرسایکل دوو سپرو کسانو له هرې کوڅې او سړک څخه د خلکو توکي غلا کول چې د غلا پرمهال یې له طالبانو سره نښته وکړه او ووژل شول.»

د سرچینو په وینا، طالبانو پر دغو دوو تنو ډزې وکړې او له هغې وروسته یې مړي د درېیو ساعتونو لپاره د هرات ښار نوي ښار پر څلور لارې وځړول.

د هرات یو اوسېدونکی ددغو پنځو تنو ځړول ناسم کار بولي او وايي: که غلا هم وي دا کار د خلکو روحیه خرابوي او د وېرې او ډار لامل کېږي او همداراز انساني کرامت ته لوی سپکاوی دی.

له بلې خوا، په هرات ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هرات کې دوه وسله وال غله وژل شوي دي. خو دغې ډلې د درېیو نورو تنو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي.

په هرات کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر عبدالله انصاف وایي: «دوه وسله وال غله نن سهار د هرات ولایت په پنځمه حوزه کې له طالب امنیتي ځواکونو سره له نښتې وروسته ووژل شول.»

د هغه په وینا له غلو څخه یوه «ټي ټي» تومانچه او یو موټر سایکل ترلاسه شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د خلکو مړي له وژلو وروسته په دار ځړوي، له دې مخکې په بغلان او هرات کې هم د څو تنو مړي د دغې ډلې له خوا په دار ځړول شوي وو.