افغانستان

د پسرلي هرکلی؛ ننګرهار کې د نیالګیو د پلور بازار ګرم شوی

نیالګي پلورونکي وایي، د تېر کال په پرتله یې سږ کال هیله مندي زیاته ده او د پېر پلور بازار یې تر پخوا ښه دی.

په جلال اباد ښار کې د نیالګیو یو شمېر پلورونکي وایي، سره له دې چې سږ کال د نیالګیو بیې يو څه لوړې دي؛ خو بیا يې هم د پېرودونکو شمیر زیات شوی.

جمال الدین چې د جلال اباد ښار په یوه برخه کې مېوه لرونکي او زینتي نیالګي پلوري پر خلکو غږ کوي چې نیالګي کېنوي او ښه پالنه يې وکړي.

نوموړی وايي، د ننګرهار ترڅنګ له لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو څخه هم خلک راځي او له دوی ډول ډول نیالګي پېري.

جمال الدین زیاتوي: «ډېر کلونه دا کار کوم او له کابله نیالګي او ګلان راوړم ښه ده مزدوري کېږي زما او د یو شمېر نورو کسانو لپاره هم دا د عاید یوه ښه سرچینه ده.»

یو بل نیالګي پلورونکی حبیب الرحمن وایي، د تېر کال په پرتله یې بازار ښه دی او پېرودونکي یې هم زیات دي.

نوموړی زیاتوي که هر سړی یو نیالګی کېنوي له یوې خوا به د دوی عاید ښه شي او له بله پلوه به مو هېواد زرغون شي.

هغه وايي: «سږ کال د نیالګیو پېر پلور څو برابره زیات شوی هیله من یم چې خلک زیات نیالګي وپېري او موږ هم ښه عاید ترلاسه کړو.»

محمد الله چې له پچیراګام ولسوالۍ جلال اباد ښار ته د نیالګیو د اخیستو لپاره راغلی وایي، دا کار ځکه کوي چې د هېواد سرسبزۍ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

هغه زیاتوي هڅه کوي هرکال د هېواد او ځان لپاره نیالګي او ښایسته ګلان کېنوي.

نوموړی پر دولتي ادارو نیوکه لري چې هرکال زرګونه نیالګي کینوي خو بیا یې ساتنه او پالنه نه کوي او ډېری نیالګي بېرته وچېږي.

هغه وایي ولس خپل کار ته ژمن دی خو حکومت او چارواکي خپل مسوولیت نه ترسره کوي نو که د کرنې ریاست خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي ښایي سیمې لازرغونې شي.

اخوا، په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمدي بیا وايي، سږ کال يې په درېیو قوریو کې روزل شوي دوه سوه زره نیالګي چمتو کړي او په بېلابیلو سیمو کې به یې کینوي.

نوموړی زیاتوي په دې اړه له ملا امامانو سره غږېدلی ترڅو د ممبر له لارې هم خلکو ته د نیالګیو د ساتنې او پالنې سپارښتنه وکړي.

د کرنیزو چارو کارپوهان وایي، د نیالګيو کینول نه يوازې سیمه زرغونوي، بلکې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره هم ګټور ثابتېږي.

د کرنې رییس پرټولو خلکو غږ کوي چې د نیالګیو له کینولو وروسته یې ساتنې او پالنې ته جدي پام وکړي.