افغانستان

هرات کې د ایران په کونسلګرۍ کې افغانانو ته د ۲۰۰ زرو وېزو صادرول

هرات ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت کونسلګرۍ مسوولین وایي، چې دغې سیاسي استازولۍ په روان کال کې ۲۰۰ افغانانو ته وېزې صادرې کړې دي.

هرات کې د ایران سرکونسل محمد صدیقي‌فر په دې اړه وویل: «د سږ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰ زره وېزې صادرې شوې دي.»

هغه په دوام کې څرګنده کړې، چې ایران تل په دې هڅه کې و، ترڅو افغانانو ته د قانوني سفر زمینه برابره کړي.

افغانستان کې دغه ایراني چارواکي ټینګار وکړ: «افغانستان کې د ایران سفارت او کونسلګرۍ په تېره نیمه پېړۍ کې له بدلونونو او ډېرو ننګونو سره سره بیا هم د افغانانو لپاره خدمات وړاندې کړي او د افغانستان وګړو ته یې ایران ته د سیاحت او سفر زمینه برابره کړې ده.»

د ایران کونسلګري د افغانستان په لوېدیځ کې ترټولو پخوانیو سیاسي استازولیو څخه ده چې نږدې ۹۰ کاله کېږي، په هرات ښار کې فعالیت لري.

هېواد کې د تېر کال د سیاسي بدلونونو له راتلو وروسته د ایران وېزو د غوښتونکو شمېر د پام وړ زیات شوی او هېوادوال ناوړه اقتصادي وضعیت دغه هېواد ته د کډوالۍ یو عامل ګڼي.

هغوی وایي چې د کار نشتوالی، ناوړه اقتصادي وضعیت د لومړنیو توکو د بیو لوړېدل د دې لامل شوي چې ډېری خلک کډوالۍ ته مخه کړي.

نجیب‌الله د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د ناچارۍ او وزګارۍ له امله یې ایران ته د کډوالۍ لار غوره کړې ده.

هغه په دې اړه وویل: «وزګارۍ نور ستړی کړی یم. ما د خپلې کورنۍ لپاره د یوې نمړۍ ډوډۍ موندلو لپاره ایران کې د کارګرۍ هوډ کړی او بله چاره هم نه لرم.»

د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالرحمن هم وزګاري ایران ته د خپل سفر لامل بولي او وایي چې افغانستان کې کار او غریبي نشته او په ایران کې هم اړ دی چې سخت کارونه وکړي ترڅو وکولای شي خپلې کورنۍ ته پیسې پيدا کړي.

هغه په دوام کې زیاته کړه: «۱۲ کاله مې زده‌کړې وکړې؛ خو اوس اړ یم چې ایران ته ولاړ شم؛ ځکه پیسې نه لرم. له طالبانو غواړم چې بنسټیز کارونه وکړي او د هېواد له معدني سرچینو ګټه واخلي. په هېواد کې باید پانګونه وشي او د خلکو لپاره باید د کار زمینه برابره شي.»

په همدې حال کې اقتصادي کارپوهان په دې باور دی چې د وزګارۍ زیاتوالی به د کډوالۍ او پناه‌غوښتونکو شمېر تر دې نور هم زیات کړي.

هغوی وايي چې له هېواده بهر ته د وګړو د کډوالۍ د مخې نیولو لپاره باید د کار، د کانونو او سرچینو استخراج او د بهرنیو پانګه‌والو د راجلبولو زمینه برابره شي ترڅو خلک وکولای شي په هېواد کې اقتصادي خپلواکي ولري.

اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اوسني وضعیت له دوام سره د افغانستان اقتصاد ورځ تر بلې د خرابېدو پر لور ځي چې دا خپله د کډوالۍ لپاره لار هواروي.

ایران د افغانستان له هغو ګاونډیو څخه دی چې له هېواد سره ۹۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري او ویل کېږي، چې د هېواد ډېر شمېر وګړي یو ځل د بېلابېلو موخو لپاره هلته سفر کوي.