افغانستان

په بلغاریا کې په یوه باروړونکي موټر کې د اتلسو افغانانو مړینه

د بلغاریا چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې ددې هېواد پولیسو د اتلسو افغان کډوالو مړي چې په هغوی کې ماشومان هم شامل دي، د دې هېواد پلازمیني صوفیې ته نږدې یوه باروړونکي پرېښودل شوي موټر څخه ترلاسه کړي دي.

د رویټرز د جمعې شپې د راپور له مخې، د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې ویلی چې دا باروړنکی موټر و چې کډوال یې هم په ناقانونه توګه پکې ځای پرځای کړي وو.

د بلغاریا د ملي پلټنو ادارې رییس بوریسلاو سارافوف خبریالانو ته وویل چې یو شمېر دا کډوال زندۍ شوي دي.

د بلغاریا د روغتیا وزیر آسن مدژیدیف وویل چې د پنځو ماشومانو په ګډون ۳۴ تنه کډوال د صوفیې روغتون ته ولېږدول شول او د ځینو دغو کسانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د بلغاریا پولیسو څلور تنه د کډوالو د قاچاق په تړاو نیولي دي.

په افغانستان کې د مخکیني حکومت له سقوط او طالبانو له واکمنېدو وروسته بهرنیو هېوادونو په تېره بیا اروپا ته د افغانانو د ورتګ بهیر زیات شوی دی.

بلغاریا په داسې لاره پروت هېواد دی چې کډوال له منځنۍ ختیځ او افغانستانه د اروپايي ټولنې ملکونو ته د ورتلو لپاره ترې کار اخلي.

ډېری دا کسان په دې هېواد کې نه پاتې کېږي ځکه په لوېدیځه اروپا کې شتمنو هېوادونو ته د تلو هڅه کوي.

په دسمبر میاشت کې اتریش او هالنډ د امنیتي اندېښنو له امله د اروپايي ټولنې شنګن سیمې ته د بلغاریا د شاملېدو مخنیوی وکړ.