افغانستان

د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکو له افغانستانه د وتلو په اړه پلټنې پیل کړې

د امریکا استازو جرګې د څارنې کمیټې د بایډن دولت څخه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.

د امریکا جمهوري غوښتونکو چې تازه یې د دې هېواد د استازو جرګې اداره په لاس کې اخیستې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو ته د لیک په استولو، له  افغانستانه د دې هېواد د بیړني وتلو په اړه د لازیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.

د امریکا د استازو جرګې د څارنې کمیټې رییس جیمز کومر په یوه بیانیه کې ویلي: «له بده مرغه د بایډن اداره له افغانستانه وتلو ته چمتو نه وه او پرېکړې یې د امنیتي او بشري غمیزې لامل شوې.»

هغه زیاته کړې: «د امریکا خلک د روښانه ځواب غوښتونکي دي او دغو پوښتنو ته د بایډن د روښانه ځواب نه ورکول د نه منلو وړ دي.»

کومر څرګنده کړه: «امریکایي ښځو او نارینه وو ژوند له لاسه ورکړی، امریکاییان پرېښودل شوي، د مالیو ورکوونکو ډالر بې ځایه تللي، طالبانو پوځي وسایل ترلاسه کړل، په افغانستان کې د ښځو پرمختګ ودرول شو او اوس ټوله سیمه (افغانستان) د طالبانو تر واک لاندې ده. له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند هره برخه او سازمان باید همکارۍ او کانګرس ته د ټولو مالوماتو د ورکولو لپاره چمتو وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته یې د کانګرس لپاره ۱۵۰ توجیهي ناستې ترسره کړې دي.

د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ په ګډون جمهوري غوښتونکي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون یې د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شو او له مخې یې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د بشپړ وتلو ژمنه وکړه، له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل یوه «تېروتنه» بللې ده.

خو ښاغلي بایډن په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له بڼې دفاع کړې او ټینګار یې کړی چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو څو کاله په پرلپسې توګه ژمنه وکړه چې له افغانستانه د وتلو لاره پيدا کړي، خو هېڅکله یې پر خپله ژمنه عمل ونه کړ.

له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر د ۲۰۲۱ کال د جولای په دېرشمه پیل او د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه وروستي امریکایي پوځیان له هېواده ووتل.

د اګست په څوارلسمه، واک ته د طالبانو له راستنېدو یوې ورځې مخکې پورې د کابل له هوایي ډګره ۱۲۲ زره تنه له افغانستانه بهر ته ولېږدول شول. خو د لېږد بهیر پرمهال او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۷مه د کابل له هوايي ډګره بهر د ځانمرګي برید له امله چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې پرغاړه واخیست، کابو ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي پوځیان ووژل شول.