ورزش

افغان کرېکټ ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د اماراتو په وړاندې لوبه کوي

Photo: ICC

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د اماراتو په وړاندې درې ورځنیو شل اوریزو لوبو کې د ګډون لپاره د چمتووالي په موخه، له لسو ورځو راهیسې په ابوظبي کې په تمریناتو بوخته ده.

د افغان لوبډلې نوموتی لوبغاړی راشد خان په دغو درې ورځنیو سیالیو کې چې پنجشنبې د فبرورۍ په شپاړسمه پیلېږي د لوبډلې مشري پر غاړه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددغو سیالیو لپاره په لوبډله کې اوه بدلونونه راغلي دي.

یو مهم لوبغاړی چې دغو لوبو کې به ګډون ونه کړي، محمد نبي دی چې تېر کال د کرېکټ د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ لیرې شو.

ټاکل شوې ظاهر خان او رحمت شاه چې د یوه ورځنیو نړیوالو سیالیو(ODI) غړي وو د لومړي ځل لپاره په شل اوریزو لوبو کې ګډون وکړي.

افسر ځاځی، نور احمد، نجات مسعود او کریم جنت بېرته ملي لوبډلې ته وربلل شوي دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف وویل: «موږ هېڅ لوبډله ساده نه ګڼو او هڅه مو دا ده چې د دغې لوبې لپاره چمتو شو.»

درې ورځنۍ شل اوریزې لوبې چې د اماراتو او افغانستان د کرېکټ بورډ ترمنځ پنځه کلنې موافقې یوه برخه ده، له پنجشنبې ورځې پیلېږي او ټاکل شوې ټولې دا لوبې په ابوظبي کې ترسره شي، په دې هوکړه کې راغلي چې د متحده عربي اماراتو پلاوی به ددغو لوبو لپاره لوجستیکي او نورې اړتیاوې برابرې کړي.