افغانستان

افغانستان؛ د شوروي ځواکونو له وتلو ۳۴ کاله وروسته

۳۴ کاله مخکې وروستي روسي سرتېري له افغانستانه ووتل او د افغانستان لس کلن نیواک یې پای ته ورساوه.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانانو سره له لس کلنې جګړې وروسته په ۱۳۶۷ کال کې له افغانستانه ووتل او نور یې د مقاومت وس نه درلود.

هر کال د افغانستان خلک د شوروي ځواکونو په وړاندې د افغانانو د مقاومت دا ورځ لمانځي.

احمد علي دروازي د هرات ولایت یو اوسېدونکی دی چې په اتلس کلنۍ له هېواده د دفاع لپاره جهاد ته ولاړ.

هغه وایي چې د شوروي ځواکونو له تېري بیا د دغو ځواکونو تر ماتې پورې جنګېدلی، پر افغانستان د شوروي ځواکونو تېری د افغانانو د بدبختۍ او ستونزو پیلامه شوه. شوروي ځواکونو افغانستان ته په راتلو سره بر افغانانو له هېڅ راز ظلمونو ډډه ونه کړه.

احمد وویل: «په هغو ورځو کې ټول افغانان د اشغالګرو ځواکونو تر بریدونو لاندې وو او د اوکراین د اوسنۍ جګړې په شان افغانستان هم له همداسې وضعیت سره مخ و. خو مجاهدینو په ډېرو کمو او لومړنیو امکاناتو سره له هېواده دفاع وکړه.»

هغه چې اوس له جګړې ستومانه شوی وايي: «له یو بل سره د افغانانو د پیوستون او یووالی ترڅنګ له هېواد سره مینه او پر بري ټینګه عقیده او باور د شوروي ځواکونو د ماتې لامل شو.»

له بلې خوا، یو شمېر افغانان په هېواد کې اوسنۍ ستونزې پر افغانستان د شوروي ځواکونو د تېري له امله بولي. دوی باوري دي چې شوروي پر افغانستان په تېري سره په هېواد کې د نفاق او بدبختیو تخم وشینده.

د هرات ولایت اوسېدونکی عبدالله ددې په بیانولو سره چې ټولې بدبختۍ چې موږ اوس ورسره مخ یوو د تېريګرو له امله دي وايي: «کله چې شوروي ځواکونو پر موږ برید وکړ موږ ښه حکومت درلود، خو له هغې وروسته ټول سره دښمنان شوو او ترهګر مو هېواد ته راغلل او موږ یې بدبخته کړو.»

فیض محمد هم وايي: «شوروي پر خپل ټول غرور سره پر افغانستان تېری وکړ، خو په تور مخ یې ماته وخوړه او ولاړ، د نړۍ هېوادونه باید ټول پوه شي او نور له دې زیات زموږ پر هېواد تېری ونه کړي او موږ پر خپل حال پرېږدي.»

د پخواني شوروي په پوځي الوتکو او مډرنو وسلو سمبال ۱۲۰ زره کسیز پوځ

د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه دغه ځواکونه افغانستان ته راغلل او د حفیظ الله امین حکومت په نسکورولو سره ببرک کارمل واک ته ورسېد او په رسمي توګه یې پر افغانستان تېری وکړ.

د شوروي ځواکونو له دې څرګند تېري وروسته، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې وسله وال پاڅونونه پیل شول او دغه پاڅون لس کاله دوام وکړ تر دې چې د شوروي ځواکونو د ماتې لامل شو.

د روسانو تېري د افغانانو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړې او د څه د پاسه یو میلیون افغانانو د مړینې او زرګونه تنو د معیوب کېدو او میلیونونه نورو د کډوالېدو لامل شو.

د ورکړ شویو شمېرو له مخې د روسي نیواکګرو ځواکونو په وړاندې د افغانستان د خلکو په لس کلنه مبارزه کې، د ۹۰ زره مجاهدینو په ګډون څه د پاسه یو میلیون افغانان، څه د پاسه شل زره امنیتي پوځیان او ګڼ شمېر ملکي کسان ووژل شول.

افغانانو ته رسېدلو تلفاتو ترڅنګ په دې جګړه کې ۱۴ زره شوروي پوځیان هم ووژل شول.

د سلواغې ۲۶مه د افغانانو لپاره له ویاړه ډکه ورځ ده او هر کال د دولتي کارکوونکو په رخصتۍ سره دا ورځ د رسمي مراسمو په ترسره کولو لمانځل کېږي او د شوروي د سره پوځ د تېري په وړاندې د افغانانو د سرښندنې، مبارزې او زحمتونو یادونه کېږي.

له افغانستانه د شوروي د سره پوځ له ماتې وروسته، زموږ هېوادوالو دایمي سولې، ثبات او آرامۍ ته د رسېدو هیله لرله، خو دا هیله یې په واقعیت بدله نه شوه او له هغې وروسته په بېلابېلو نومونو نورو نیابتي جګړو دوام وکړ او تراوسه ددې هېواد اوسېدونکي د پخواني شوروي له پاتې ميراثونو کړېږي.