سوداګري

غزني کې د عتیقه اثارو د پېر پلور کمښت

د غزني ښار په یوه څنډه کې یو شمېر هټیوال د ګاڼو، د افغاني جامو لپاره په لاس جوړو شویو لمنو او یخنونو، پخوانیو منګیو او کوزو د لرغونو توکو او لاسي صنایعو په شان عتیقه توکو پر پلور بوخت دي.

هغوی وایي چې په تېرو کلونو کې یې ښه بازار درلود او پېردونکو دغه توکي هم په هېواد کې د ننه او هم بهر ته د لېږلو لپاره اخیستل؛ خو د جمهوریت له سقوط وروسته د هغوی بازار مخ په ځوړ دی او پلور یې کم شوی دی.

حاجي غلام محمد په غزني ښار کې د پخوانیو توکو یو پلورونکی دی، هغه وایي: «مخکې خلکو لاسي صنایع او ګاڼو ته ډېره پاملرنه کوله؛ خو اوس دغو توکو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې او موږ دومره پلور نه لرو.»

هغه دې ته په اشارې چې اقتصادي ستونزو له خلکو د عتیقه توکو د پېرلو وس اخیستی دی، زیاته کړه: «دغه پخواني توکي ډېر ارزښت لري. موږ ډېری دغه لاسي صنایع او پخوانۍ ګاڼې له لیرو پرتو سیمو او د غزني ولایت له ولسواليو پېرو او دلته یې راوړو.»

غلام محمد د دې په بیانولو سره چې د غزني ولایت په ولسوالیو کې ډېرې ښځې د لاسي جامو په جوړولو سره د خپل ژوند د لګښتونو یوه برخه برابروي، وویل: «ډېری دغه ښځې، د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابروونکې دي او د دې جامو ګنډل یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده.»

فضل‌الرحمن په غزني ښار کې د لاسي صنایعو او پخوانیو ګاڼو یو بل هټی‌وال دی. نوموړی وایي، چې کار یې د پخوا په څېر ښه نه دی او په پلور کې یې د پام وړ کموالی راغلی.

هغه ټینګار وکړ، چې ډېری خلک لاسي صنایع خوښوي؛ ځکه لاسي صنایع ځانګړی ارزښت لري او ډېر دوام کوي.

د غزني دغه اوسېدونکی چې په خپله کوچنۍ هټۍ کې ګاڼې او لاسي صنایع پلوري، وایي: «ډېری دغه توکي د افغانیو جامو په ډیزاین او جوړولو کې کارول کېږي او ترټولو زیات مينه‌وال لري.»

هغه توکي چې د غزني ښار د عتیقه توکو پلورونکي یې په خپلو هټیو کې لري، ډېری له شاوخوا کلیو ښار ته راوړل شوي او پلورل کېږي. دغه توکي هر یو خپله کیسه لري؛ هغه کیسې چې ریښې یې د تاریخ په زړه کې نغښتې دي.