افغانستان

د روغتیایي مرکزونو او پاکو اوبو له نشتوالي د زابل د  اوسېدونکو شکایت

شملزي ولسوالۍ له پاکستان سره پر پوله د زابل هغه ولسوالي ده چې له مرکز کلات څخه ۱۰۴ کيلومتره واټن لري او اوسېدونکي يې په دې ساړه ژمي کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د زابل د دې لیرې پرتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې روغتیايي مراکزو او پاکو اوبو ته یې نه لاسرسي په سیمه کې ستونزې زياتې کړې.

د ځنځير سیمې یو اوسېدونکی نورالله وايې چې په دې ځای کې تر ځمکي لاندې اوبو کچه ټيټه شوې، او د لمریزې برېښنا په مرسته چې اوبه راایستل کېږي بې خونده او د څښلو وړ  نه دي.

نورالله زياتوي: «د ځنځير د بازار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي، په دې سيمه کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې او هغه اوبه چې د لمریزي بريښنا په مټ راایستل کېږي د څښلو وړ نه وي، خو دا اوبه هم په ژمي کې د لمر د نه شتون له امله نه ترلاسه کېږي.»

د سيمې يو بل اوسېدونکی حافظ رحيم الدين بيا په دغه سيمه کې د روغتيا په برخه کې د ستونزو يادونه کوي.

نوموړی زياتوي: «موږ له حکومت (طالبانو ادارې) غواړو چې زموږ په ولسوالۍ کې روغتيايي مراکز فعال کړي ځکه ددې ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې خلک د درملو او روغتیایي کارکوونکو له کمښته شکایت لري.»

له بلې خوا، د زابل لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت الله ابوحمزه بيا د شملزو ولسوالۍ د اوسېدونکو دا ستونزي مني او وايې چې ددغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوی.

نوموړی زیاتوي، د زابل د ليرو پرتو سيمو د اوسېدونکو د ستونزو په اړه يې له يو شمېر بهرنيو موسسو سره خبرې کړې ترڅو په دې برخه کې مرستې وکړي.

هغه وايي: «د شملزو د اوسېدونکو د ستونزو د اواري لپاره یې هڅې پیل کړې او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د دوی لومړیتوب دی.»

د یادونې وړ ده، چې شملزو ولسوالي له مرکز کلات سره ۱۰۴ کيلومتره واټن لري، چې په روان ژمي کې د سختو ورښتونو له کبله په ځلونو له مرکز کلات سره د ولسوالۍ لار تړل شوې او اوسېدونکي يې له ګڼو ستونزو مخ دي.