افغانستان

په غور کې د تېلو د پرچون پلورونکو مخنیوی

د غور ولایت په مرکز فیروز کوه ښار کې یو شمېر تېل پلورونکي وايي چې طالبان له یوې اونۍ راهیسې، په شفاهي توګه دوی ته ویلي چې نور په پرچون ډول د تېلو د پلورلو اجازه نه لري؛ دا موضوع د تېل پلورونکو د اندېښنې وړ شوې چې له کلونو راهیسې یې له دې لارې خپلې اړتیاوې برابروي.

د فیروز کوه ښار یو تېل پلورونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، د دې ولایت د تېلو په اداره کې یو شمېر طالب مسوولینو ټولو تېل پلورونکو ته ویلي چې د تېلو له ټانګونو پرته، هېڅوک د تېلو د پرچون پلورل اجازه نه لري.

هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «درې ورځې مخکې طالبان راغلل او موږ ته یې وویل چې له دې ځایه ولاړ شئ او نور فعالیت ونه کړو. که موږ ته د فعالیت اجازه رانه کړل شي، زه به د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ نفقه له کوم ځایه برابروم؟»

عبدالصمد لس کاله کېږي چې د فیروز کوه ښار د یوه واټ ترڅنګ پټرول او ډیزل پلوري. هغه وايي چې طالبان په دې کار سره غواړي، خلک لا زیات له لوږې او بې وزلۍ سره مخ کړي.

هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «که طالبان موږ ته اجازه رانه کړي چې کار وکړو او د بل کار زمینه برابره نه کړي، زموږ بچیان له بې وزلۍ او لوږې مري، اوس یې هم موږ ته وویل چې ژرترژره خپل بیلرونه ټول کړي او نور کار ونه کړي، نو څه کار وکړو؟»

فیروز د فیروز کوه ښار یو بل تېل پلورونکی دی. هغه هم د طالبانو ددې پرېکړې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي: «که طالبان موږ ته د کار اجازه رانه کړي، په دغه ډول اقتصادي شرایطو کې څه ډول د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړو؟ د طالبانو په راتلو سره، زموږ پلور کم شوی او مخکیني عواید نه لرو او همدې موضوع موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یو.»

په غور ولایت کې د تېلو پرچون پلورونکي وايي، که څه هم دوی په ځلونو په دې ولایت کې له طالب مسوولینو سره ددغو ستونزو د لیرې کولو لپاره خبرې کړې دي؛ خو دغو خبرو هېڅ پایله نه ده لرلې.

د غور ولایت تېل پلورونکي وايي، د دوی څو تنه همکاران د هغوی په استازیتوب کابل ته تللي ترڅو له طالب چارواکو سره خپلې غوښتنې شریکې کړي او ددې حکم د اجرا مخه ونیسي.

له بلې خوا، په غور ولایت کې د طالبانو ځايي مسوولین په دې ولایت کې د تېلو پرچون پلورونکو فعالیت ستونزمن بولي او وايي چې هغه تېل چې د پلورونکو له خوا په بازار کې وړاندې کېږي، ددې ادارې له معیارونو سره برابر نه دي او له ټیټ کیفیته برخمن دي.

د غور د تېلو او ګازو ادارې یو مسوول د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «د ولایت په کچه د تېلو د پرچون پلورونکو فعالیت، په تېره بیا د واټونو ترڅنګ او د ښار په ګڼ میشتو سیمو کې په جدي او مهمې ستونزې بدل شوی چې منفي اغېز یې لرلی دی. هغه تېل چې ددغو کسانو له خوا پلورل کېږي، له لازم کیفیته برخمن نه دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا کسان مالیه نه ورکوي او دا چاره د تېلو ټانګونو د کار پر بهیر منفي اغېز کوي.

دا په داسې حال کې دي چې وزګاري او وچکالي د دې لامل شوې ترڅو د غور ډېری اوسېدونکي د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ناقانونه کډوالۍ ته مخه کړي یا هم د لږې پانګې په راټولولو د ښار پر واټونو ډول ډول توکي وپلوري.