افغانستان

په تېرو درېیو ورځو کې د پوهنتون د دوو استادانو د نیولو په وړاندې غبرګونونه

Ismail Mashal in Kabul on Feb. 1, 2023.

په تېرو درېيو ورځو کې طالبانو په کابل کې د پوهنتون دوه استادان نیولي دي.

د پوهنتون استاد او لیکوال زکریا اصولي د چهارشنبې په ورځ د کابل په یوولسمه حوزه کې ونیول شو او په سبا ورځ یې طالبانو د پوهنتون بل استاد اسماعیل مشعل هغه مهال نیولی چې په ښار کې یې ځوانانو ته کتابونه وېشل.

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي او د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له خوا د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې دوی له کوم شرط پرته خوشي کړي.

د ملګروملتونو سازمان ځانګړي راپور ورکونکي ریچارد بنت په یوه تویت کې ویلي چې د پوهنتون د استاد او د ښځو د زده کړو د حق غوښتونکي اسماعیل مشعل نیول کېدل د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي چې د سوله ییزو مدني فعالیتونو په نښه کول د منلو وړ نه دي او د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف دي.

بنت ویلي چې ښاغلی مشعل باید له کوم قید و شرط پرته آزاد شي.

له بلې خوا د بښنې نړیوال سازمان په یوه تویت کې د اسماعیل مشعل نیول غندلي او د طالبانو له بنده یې د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د بې قید او شرط پرته خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ وایي چې طالبان خپل منتقدین چې په سوله ییز ډول اعتراض کوي، تعقیبوي او دا چاره د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

له دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر رسنیو د څارنې رییس عبدالحق حماد، د طالبانو له خوا د اسماعیل مشعل د نیولو په تایید سره هغه تورن کړی چې «له څه مودې راهیسې یې په مهارت سره د نظام خلاف پاروونکې کړنې کولې.»

عبدالحق حماد په یوه ټویت کې ولیکل چې ښاغلی مشعل د پنجشنبې په مازدیګر زیات شمېر خبریالان د ځان پر شاوخوا ورټول کړي و او پر عمومي سړک کې ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه.

هغه وویل: «امنیتي بنسټونو نوموړی د پلټنو لپاره بېولی دی.»

طالبانو اسماعیل مشعل په کابل ښار کې ځوانانو په تېره بیا نجونو ته د ښځو د زده کړو حق په ملاتړ کې د کتابونو د وېش کمپاین له پیلولو یوه ورځ وروسته پنجشنبې د سلواغې په ۱۳مه نیولی دی.

د پوهنتون ددغه استاد همکاري فرید احمد فضلي آمو ته وايي: «مشعل په بې رحمۍ سره د طالبانو حکومت له خوا وهل ټکول شوی او له ځان سره یې بېولی دی.»

عبدالحق حماد ویلي چې له اسماعیل مشعل سره د طالبانو چلند له درناوي ډک دی.

طالبانو چهارشنبې د سلواغې په دوولسمه هم د پوهنتون یو بل استاد په کابل کې نیولی دی.

سرچینو ویلي چې طالبانو د پوهنتون استاد او لیکوال زکریا اصولي کله چې د چهارشنبې په ورځ د کابل په یوولسمه حوزه کې له کوره د ښار په لور روان و نیولی دی.

د دواړو استادانو برخلیک تراوسه روښانه نه دی.

یو شمېر فرهنګیانو په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو له خوا د اسماعیل مشعل او زکریا اصولي نیول کېدل غندلي او د دغو دوو استادانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اسماعیل مشل چې د پوهنتون استاد دی د دسمبر میاشتې په وروستیو کې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ټولو پوهنتونونو له تړلو وروسته د یوې رسنۍ د کمرو په وړاندې خپل ټول تحصیلي اسناد څیرې کړل.

یو شمېر نورو نارینه وو هم د طالبانو له خوا د ښځو د تحصیل حق د مخنیوي په اعتراض کې له خپلو دندې استعفاوې کړې وې. د هغو شمېرو له مخې چې رسنیو ته رسېدلې د پوهنتونونو کابو دوه سوه نارینه استادانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په اعتراض کې له خپلو دندې استعفا کړې ده.