افغانستان

هند کې د افغان محصلینو ناڅرګند برخلیک

د جمهوریت نظام له سقوط او له افغانستان سره د نړۍ د دیپلوماتیکو اړیکو له پرې کېدو وروسته هغه افغان محصلین چې په نورو هېوادونو کې دي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.

په دې لړ کې هغه افغان محصلین چې په هند کې پر زده‌کړو بوخت دي، ډېرې ستونزې لري. په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې نږدې ۵۰۰ زده‌کړیالان چې د (اي سي ار سي) پروګرام له لارې هندوستان ته تللي وو، د طالبانو له واکمنېدو وروسته له بې برخلیکۍ سره مخ دي.

مسعود مسلم د کرلا ایالت په کسټ پوهنتون کې د ماسټرۍ محصل دی. هغه وایي، چې افغانستان کې د جمهوریت نظام له پرځېدو وروسته هند ته د افغانانو تګ راتګ منع شو او څوک نه شي کولای د افغانستان په پاسپورت سره هند ته راشي.

هغه په دوام کې وویل: «دغه بهیر محصلینو ته ډېر زیان رسولی دی. الوتنې بندې دي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هېڅ محصل نه دی توانېدلی افغانستان ته ستون شي او همداراز هغه زده‌کړیالان چې په افغانستان کې دي، نه دي توانېدلي هند ته ولاړ شي.»

مسلم دې ته په اشارې سره، هغه محصلین چې په هند کې درس وایي خپل راتلونکي ته اندېښمن دي، زیاته کړه: «هېڅ لار نشته، زه له طالب چارواکو غواړم چې د دغو ستونزو د هواري لپاره له هندي چارواکو سره خبرې وکړي او افغان محصلینو ته د دې زمینه برابره کړي ترڅو هند ته تګ راتګ ولري.»

افغان محصلین چې په هند کې درس وایي، تر ۱۷ میاشتو زیاته موده کېږي چې خپلې کورنۍ یې نه دي لیدلې.

د هند د مهاتما ګاندي پوهنتون یو محصل رحیم اکبري وایي: «د جمهوریت له سقوط وروسته محصلین نه دي توانېدلي، چې له خپلو کورنیو سره وګوري. له همدې امله په ناوړه روحي وضعیت کې دي. د وېزو نشتون له سختو شرایطو سره مخ کړي یو.»

په همدې حال کې یو شمېر محصلین چې د رخصتیو له امله افغانستان ته راغلي وو او نه دي بریالي شوي چې هند ته ستانه شي، وایي له دې چې د زده‌کړو له دوامه پاتې دي اندېښمن او خواشیني دي.

یو محصل چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، چې د لیسانس په برخه کې پر زده‌کړو بوخت و او کله چې له خپلې کورنۍ سره د لیدنې لپاره کابل ته راغلی سیاسي بدلونونه رامنځته شوي او هغه نه دی توانېدلي چې د زده‌کړو د دوام لپاره هند ته ستون شي.

هغه په دوام کې وویل: «ډېرې هیلې مې لري چې د جمهوریت له نسکورېدو سره مې هیلې هم تر خاورو لاندې شوې. کله چې د افغانانو لپاره د هند د وېزو صدور ودرول شو، زه ونه‌توانېدم پوهنتون ته ستون شم او نه پوهېږم چې له دې بې‌برخلیکۍ سره څه وکړم.»

افغان محصلین چې په هند کې دي وایي، د دغې ستونزې د هواري لپاره څو ځله په هند کې د افغانستان سفارت ته ورغلي، خو د سفارت مسوولینو ورته ویلي، چې هغوی د دې کار صلاحیت نه لري او د هند حکومت باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

د آمو خبریال په دې راپور کې په هند او افغانستان کې له ۲۰ محصلینو سره خبرې کړې دي چې د وېزو د بهیر په درېدو سره له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

په دې لړ کې د پوهنتونونو ځینې استادان هم د محصلینو دغه ستونزه جدي بولي او لامل یې د جمهوریت نظام له پرځېدو وروسته له نړۍ سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کېدل ګڼي.

استاد او د هرات پوهنتون د انساني علومو او ادبیاتو پوهنځي مخکینی رییس احمد غني خسروي چې اوس د جرمني د برلین په بارډ پوهنتون کې پر تدریس بوخت دی آمو ته وایي: «د جمهوریت له نسکورېدو وروسته زرګونه زده‌کړیالان چې په ځینو هېوادونو په ځانګړې توګه هند کې پر زده‌کړو بوخت وو له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ډېر زیانمن شوي دي او دې چارې د هغوی پر رواني وضعیت ډېره ناوړه اغېزه کړې ده.»

ښاغلی خسروي دغه محصلین د افغانستان شتمني ګڼي او له نړیوالو بنسټونو او طالبانو غواړي چې له دې وضعیته د محصلینو د وتلو لپاره یوه حل‌لار پيدا کړي ترڅو د محصلینو د تګ راتګ زمینه برابره شي.

هند کې د افغانستان د سفارت مسوولین مني چې د جمهوریت له سقوط وروسته محصلین د وېزو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

هند کې د افغانستان د سفارت یو مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آمو ته وایي: «له بده‌مرغه د وېزو د صادرولو بهیر لا هم بند دی. سفارت خپلې هڅې کړې دي، خو پرېکړه د هندوستان د دولت په واک کې ده.»

هند هېواد د جمهوریت پرمهال د لوړو زده‌کړو د بشپړولو لپاره د افغان محصلینو ترټولو مهم ځای و او د هېواد زیات شمېر محصلینو په هند کې حضور درلود چې اوس تر ۱۷ میاشتو زیاته موده کېږي برخلیک یې ناڅرګند دی او نه پوهېږي چې څه به کېږي.